اسلام آباد ۔ 13 جنوری (اے پی پی) د زلمو چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال عثمان ډار وئيلي دي حكومت د نیا پاکستان یوتھ پروګرام ترسېوري لاندې زلمو ته روزګار وركولو له خصوصي پېكج تيار كړې چې ت??مخه به ئې زلمو ته د روزګ??ر موقعې وركړې شي۔ د اتوار په ورځ اے پي پي سره خبرو كښې ده ووئيل حکومت د زلمو مسئلې په ترجيحي بنيادونو د حل كولو لوظ كړ?? دې ولې چې دوئي د هېواد سباؤن دي۔ عثمان ډار ووئيل د هېواد پرمختګ او سوكالۍ كښې د زلمو كردار ډېر مهم دے بايد دوئي ته د خپلو ذمه وارو ادراك وي۔ ده ووئيل دوزيراعظم په هدايت به ډېر زر يوتھ پلس پورټل جوړ كړې شي۔ دې سره سره به ځينې نوې منصوبې هم پېل كړې شي۔ ده ووئيل پاکستان تحریک انصاف زلمي د هېواد اثاثه ګڼي او هم دا سوب چې خپل منشور كښې ئې د زلمو كردار ته خاص اهميت وركړ?? دې۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان ټول عمري د بدلون عمل كښې د زلمو په كردار زور راوړ?? دې۔