اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) ا??لس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي بايد وفاقي محتسب د شكايات جمع كولو په حقله په ا??لس كښې شعور بېدارولو له اولسي كمپائن پېل كړي او په دې لړ كښې په ټول هېواد كښې په درې مياشتني بنياد سېمينارونه وكړې شي۔ ده دا خبرې وفاقي محتسب سيد طاهر شهباز سره د خبرو په مهال وكړې چا چې ا??لس مشر سره د شورو په ورځ ملاقات كولو۔ ا??لس مشر د شكايات ازالې لپاره وفاقي محتسب ته رجوع كولو لپاره په ا??لس كښې شعور بېدارولو له په ټول هېواد كښې د درې مياشتنې سېمينارونو كولو امر وكړو۔ دوي د وفاقي او صوبائي محتسب د شريكو سېمينارونو مشرۍ كولو سره هم اتفاق وكړو چې دغسې ا??لس د شكاياتو ازالې لپاره د دې دفترو د كردار نه لا خبر كړې شي۔ ا??لس مشر عارف علوي د وفاقي محتسب لخوا د بېدارې كمپائن لپاره د پي ټي اے او پېمرا په اعتماد كښې په اخستو هم زور راوړو۔ ا??لس مشر سپارښتنه وكړه بايد اېس اېن جي پي اېل او د برېښنا كمپنې ﴿ډسكوز﴾ وفاقي محتسب ته د رجوع كولو پېغامونه خپاره كړي۔ ا??لس مشر د وفاقي محتسب لخوا خدماتو ته په رسنه كښې د ا??لس اسانيو لپاره د اېپلي كېشن د اجرا هم امر وكړو۔ د ملاقات په مهال وفاقي محتسب طاهر شهباز ا??لس مشر د وفاقي محتسب سېكرټرېټ كاركردګې نه هم خبر كړو۔ ده ووئيل تراوسه 86 زره راغلې ګېلې لرې كړې شوي چې پكښې په 92 فيصده عملدرآمد شوے۔ په دې شرح كښې د لا بهترې امكان دے۔ ده ا??لس مشر د سترې محكمې په هدايت د شوو بېلا بېلو خاص سټډيز په اړه هم خبر كړو۔ ده ووئيل وفاقي محتسب د يونيسف په شركت د پاكستان په ټولو صوبو كښې په شپږو زندانونو كښې د اسانيو سروے كړې۔ ا??لس مشر د وفاقي محتسب هڅې ستائيلو سره سپارښتنه وكړه بايد شتمند خلق د بنديوانو او په خاص توګه د كم عمره بنديوانو خېر ښېګړې په عمل كښې شريك كړې شي۔ وفاقي محتسب ووئيل په لويه شمېره د التوا ښكار 20 وفاقي ادارو لپاره مربوط كمپلېنټ مېجنمنټ سسټم هم پېل كړې شوې۔ دې سره وفاقي محتسب سېكرټرېټ ته د داسې ټولو ګېلو په خپل پورټل د منتقل كولو اجازه ترلاسه شوې كومې چې په 30 ورځو كښې دغې ادارو نه وي حل كړي۔ په سباؤن كښې به ا??لس ته فوري اسانيې وركولو لپاره په دې مربوط نظام كښې نورې ادارې هم شاملولې شي۔