اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي ??ې د پاكستان تحريك انصاف حكومت د هېواد معاشي استحكام لپاره هر ډول هڅې كوي٬ د تېرو حكومتونو د غلطو پالېسو له امله د هېواد معيشت سختو ستونزو سره مخ شوے٬ د پي ټي آئي حكومت ګن شمېر درست اقدامات كړي دي او مثبتې نتيجې ئې راوځي٬ معاشي صورتحال مستحكم كولو لپاره آئي اېم اېف سره خبرې روا??ې دي۔ د اتوار په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خپله مركه كښې وفاقي وزير ووئيل چې تېرو حكومتونو هېواد په قرضونو كښې ښكېل كړې٬ د قرضونو رقم په غېر ضروري پروژو يا څيزونو خرڅ كړے شوے كوم ??ې دوي لپاره ګټور وو۔ ده تور ولګولو ??ې د تېر وخت واكمنو قومي دولت لوټلې۔ وفاقي وزير ووئيل ??ې د شريف وروڼو او زرداري څخه لوټل شوې دولت وصولولو سره د هېواد مالي بحران ختم كېدے شي۔ ده ووئيل ??ې دا د پي ټي آئي منشور دے او وزيراعظم عمران خان په ټولټاكنو كښې لوظ كړے ??ې د كرپټ خلقو احتساب ب?? كېږي او لوټل شوې دولت به بېرته رواړلې شي۔ ده ووئيل ??ې د كرپټ خلقو په ضد كرېك ډاؤن به روان وي۔ مونږ به هغه بدلون راولو د كوم چې مونږ په ټولټاكنو كښې لوظ كړے۔ ده ووئيل چې تېرو حكومتونو ادارې تباه كړې دي۔ ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان به د نومبر په 29مه نېټه د 100 ورځو په پور?? كېدو د حكومت د كاركردګې په اړه قوم په اعتماد كښې اخلي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې اپوزيشن اېن آر او غواړي خو حكومت به د دوي دا خواهش پوره نه كړي۔