اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) د بلوچستان عوامي ګوند سناتور انوارالحق كاكړ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد حسېن چوهدري د غوښتنې ملاتړ كولو سره وئيلي دي چې بلوچستان ته د وركړې ??وي?? اربونو روپو د تحقيقاتو او احتساب غوښتنه جائز ده٬ دې سره به سپېځلتيا راشي او د بلوچستان اولس ته به د دوي حق په وركولو كښې مرسته وشي۔ تېره ورځ په خپل يو بيان كښې ده و??ئيل چې مونږ په سپېځلتيا باور ل??و٬ ??ه تېر وخت كښ?? چې څه ??وي?? ورسره د محرومې درد زيات شوے٬ بايد بلوچستان ته د وركړې ??وي?? اربونو روپو آډټ وشي ځكه چې دې سره به سپېځلتيا راشي او قوم ته به حقائق هم معلوم شي۔ ده و??ئيل چې د هېواد نظام بهتر كولو لپاره سپېځلتيا وړومبې شرط دے۔ مالياتي چارې ښې كولو سره د ښه نظم و نسق په پلو عملي پرمختګ ممكن دے۔ دا اقدام به په بلوچستان كښې غوره حكمرانې او ښه نظم و نسق لپاره يو ښه عملي قدم ثابت شي۔