اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پی پی) د قامې روغتيا وفاقي وزير عامر محمود كياني وئېلي دي د پاكستان په روغتونو??و كښې نرسز كمې دې٬نرسنګ د روغتيا څانګې په لړ كښې د ملا د تير حيثيت لري٬ د نرسنګ څانګې اب ګرېډ كولو لپاره به ټولې اسانۍ كارولې شي۔دا خبره ده پھ اسلام آباد كښې ??مز ر??غتون٬كالج آف مېډيكل ټېكنالوج او كالج آف نرسنګ دورې په مهال كړې۔پھ دې موقع د پمز ايګزېكټو ډائرېكټر د روغتيا وزير ته تفصيلي بريفنګ وركړو۔وفاقي وزير ووئيل مونږ به انشاﺀ الله غريب طبقه د دې محرومۍ څخه خلاصوو ٬حكومت په روغتونو??و كښې رنځورانو ته د رامخې ته شوې مسئلو څخه خبر دے٬ده ووئيل د تېرو 70 كلونو ر??هس?? د روغتيا څانګه د محرومۍ ښكار ده او اوس به د روغتيا په څانګه كښې د بدلون ثمرات ډېر زر تر اولس ورسېږي۔ده ووئيل حقيقي پرمختګ به په دې څانګو كښې د ښه والي راتللو څخه ترلاسه كېږي۔د روغتيا او تعليم غوندې آسانۍ وركول د وزيراعظم عمران خان د وژن مهم نكا?? دې