اسلام آباد 13 اګست (اے پی پی) د سعودي باچا سلمان د تحریك انصاف مشر او نومولي وزی??اع??م عمران خ??ن سره ټېلي فوني تماس نيولې او په ټولټاكنو كښې په كاميابۍ ئې عمران خان له مباركي وركړې ده ۔ د ګل په ورځ د پي ټي آئي ميډيا سېل لخوا د جاري شوي بيان له مخئ شاه سلمان نوي حكومت لپاره د نېكو هېلو او خواهشاتو څرګندونه كولو سره وئيلي دي د سعودی په نظر پاکستان دېر اهميت لري٬ د سعودی باچا څوك چې خادم الحرمین الشریفین هم دے ووئيل د پاكستان اولس په تاسو د باور څرګندونه كړې ۔ ده ووئيل سعودي نوې حكومت سره نزدې او فعاله اړيكې غوا??ي۔ د سعودي باچا لخوا د نېكو هيلو په څرګندونه نومولي وزی??اع??م عمران خان د سعودي د باچا مننه وكړه۔ ده ووئيل سعودي ع??ب د پاکستان يو داسې ملګرې دے چا چې تل په سخت وخت كښې ملګرتيا كړې۔ ده ووئيل د سعودي امنيت ډېر د اهميت وړ ګڼو۔ عمران خان ووئيل د حرمېن شریفېن تحفظ زمونږ د عقيدې برخه ده ۔ په دې موقع د سعودي باچا عمران خان ته د سعودی دورې بلنه وركړه كومه چې ھغه قبوله كړه۔ نومولي شوي وزی??اع??م عمران خان هم د سعودي باچا ته د پاكستان دورې بلنه وركړه د كومې تفصيلات به چې وروستو ترسره كولې شي