اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) د پاك??تا?? تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان وئيلي دي چې د اګست يوولسمه نېټه د اقليتونو د خېر ښېګړې د عزم د پخلي ورځ ده٬ پاك??تا?? سره زمونږ د اقليتونو محبت مثالي او د كوم شك نه پاك دے۔ ده دا خبرې د اقليتونو د قومي ورځې په موقع په خپل پېغام كښې كړې دي۔ ده ووئيل چې د پاك??تا?? جوړېدو نه تر اوسه د پاك??تا?? اقليتونو په قومي ژوند كښې بې مثاله خدمات ترسره كړي دي۔ قائداعظم د اقليتونو په اړه د پاكستان د پالېسې بنياد ايښې و۔ ??ه ووئيل چې تحريك انصاف به د اقليتونو په اړه د قائداعظم وژن نافذ كوي۔ د تحريك انصاف مشر ووئيل چې مونږ د اقليتونو خېر ښېګړې لپاره د خاص اقداماتو كولو عزم كړے۔ ده ووئيل چې مكمل مذهبي آزادې سره به د خېر ښېګړې او پ??مخ??تګ يو ډول موقعې وركولو لپاره هر لوظ ترسره كوو۔