اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو٬ منصوبه بندې٬ پرمختګ او اص??احاتو وفاقي وزير احسن اقبال ??ئيلي دي چې په سياسي استحكا?? كښې د هېواد د پرمختګ راز دے٬ د پرمختلليو هېوادونو د كاميابې راز سياسي استحكام دے٬ مونږ پاكستان تر كال 2025م په 25 لويو معيشتونو كښې شاملولو لپاره هڅې كوو٬ چرته به چې اتلس اتلس ساعته برېښنا نه وه٬ نن هلته د برېښنا بحران د نشت برابر دے۔ ده دا خ??رې د جمعې په ورځ يو سېمينار ته د وېنا كولو په مهال ??كړې۔ وفاقي وزير ووئيل چې پاكستان په معاشي لحاظ تل چېلنجونو سره مخ پاتې شوې٬ په كال 2013?? كښې شرح نمو په 3.5 فيصد ودرېدلې وه خو د تېرو پنځو كلونو مهال د حكومتي اقداماتو او غوره پالېسو په نتيجه كښې پاكستان د تېرو دريالس كلونو په مهال ??ه لوړه شرح نمو ترلاسه كولو كښې بريالې شوے۔ ده ووئيل چې نن د پاكستان شرح نمو 5.8 فيصد ته رسېدلې۔ ده ووئيل چې د معيشت استحكام او په نړيواله كچه د چېلنجونو مخ نيوي لپاره سياسي استحكام او د پالېسو تسلسل ضروري دے۔ ده ووئيل چې ده په ذاتي توګه د لوړو زده كړو بجټ د 35 ارب نه زياتولو سره 45 اربه روپې كړے۔ ده ووئيل چې په سياسي استحكا?? كښې د هېواد د پرمختګ راز دے٬ د پرمختلليو هېوادونو د كاميابې راز سياسي استحكام دے٬ مونږ پاكستان تر كال 2025م په 25 لويو معيشتونو كښې شاملولو لپاره هڅې كوو٬ چرته به چې اتلس اتلس ساعته برېښنا نه وه٬ نن هلته د برېښنا بحران د نشت برابر دے۔