اسلام آباد 14 فروری) اے پي پي(اول?? مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې په مينځني ختيز كښې امن او استحكام نړيوال امن لپاره ضروري دې٬هيله ده چې په سوريه او لېبيا كښې به زر استحكام پیدا شي٬د دواړو هېوادونو اولس به د امن او څوكالۍ ژوند تېر كړې شي۔اول?? مشر دا خبرې د شورو په ورځ لېبيا لپاره د پاكستان نومول شوي سفير ميجر جنرال(ر)ساجد اقبال او سوريې لپاره نومول شوې سفير ايئر مارشل(ر)راشد كمال سره د جلا جلا ملاقاتونو په مهال وكړې۔اول?? مشر ووئيل چې پاكستان سوريه او لېبيا سره اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔اول?? مشر نومول شويو سفيرانو ته هدايت وكړو چې هغه دې د دواړو هېوادنو ترمينځه د تجارت ودې لپاره اقدامات وكړي او د اولسونو ترمينځه د روابطو اضافې ته دې پام وكړي۔ده ووئيل چې د پاكستان لېبيا او د سوريې ترمينځه په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې اضافه ضروري ده۔ده ووئيل چې لېبيا او سوريې سره د پاكستان اړيكې تاريخي٬كلتوري او مذهبي دي۔اول?? مشر ووئيل چې د سوريې په مسئله زمونږ دريځ د نړيوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو د اص??لو له مخې دې۔پاكستان غواړي چې د چا په خپلواكۍ آغېز ونه شي۔ده هيله څرګنده كړه چې د سوريې د مسئلې به سياسي حل راويستلې شي۔اول?? مشر لېبيا لپاره نومول شوي سفير سره په خبرو كښې ووئيل چې په پاكستان كښې د انجينئرنګ٬داروګانو٬كركيلې او د بانك په څانګه كښې تربيې لپاره ډېرې موقعې دي او د لېبيا ادارې د دې څخه استفاده كولې شي۔اول?? مشر لېبيا او سوريې لپاره د پاكستان نومول شوي سفيرانو ته هدايت وكړو چې هغوي دې پھ دواړو هېوادونو كښې د پاكستانيانو خېرښېګړی لپاره اقدامات وكړي چې دغسې دوي ستونزو س??ه مخ نه شي