واشنګټن 09 فروری (اے پی پی﴾ د كورنيو چارو٬ منصوبه بندې او ??رم??تګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د پاكستان او چين د اقتصادي لارې په نتيجه كښې به نه يوازې په پاكستان بلكې په ټوله منطقه كښې د ??رم??تګ او خوشح??لې نوې دور پېل شي٬ د سي پېك له مخې لوئې لوئې د بنيادي ??رم??تګ پروژې په ټاكل شوې موده كښې د ترسره كېدو په حال كښې دي۔ ده دا خبرې پھ واشنګټن كښې د پاكستان په سفارت كښې جوړې شوې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ ده ووئيل چې چين او پاكستان غواړي چې سي پېك زر تر زره بحال ??ي چې دغسې معيشت قوي شي او د خلقو په ژوند كښې بدلون راشي۔ ده ووئيل چې نورو هېوادونو ته د سي پېك د پروژو د پراختيا امكانات شته۔ ده ووئيل چې تېر كال د پاكستان معيشت د 5.3 شرح سره د ??رم??تګ څرګندونه كړې او هيله ده چې دا به سږ كال 6 فيصد ته ورسي۔ د دې څخه وړاندې دستورې ته د پاكستان سفير اعزاز احمد چوهدري هم وېنا وكړه او وې وئيل چې سي پېك د پاكستان او چين د حكومتونو يو بصيرت لرونكو اقدام دے۔ د دستورې كوربتو د اقتصاد چارو نامتو كارپوهه ډاكټر احتشام احمد وكړه او وې وئيل چې په سي پېك كښې د ټولې نړۍ دلچسپي مخ په زياتېدو ده۔ په دستوره كښې د پاكستان امرېكن برادرې غړو او د خارجه پالېسې پوهانو په لويه شمېره ګډون وكړو۔