اسلام آباد ۔04 فروری (اے پی پی) د پاكستان په شمول ټوله نړۍ كښې (نن) د ګل ورځ د فرورۍ 5 مه نېټه د كشمير يووالي په توګه لمانځلې شي۔ ددې ورځې لمانځلو مقصد د ملګرو ملتونو د قراردادونو ترمخه د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو هڅو كښ?? مشغول كشميري ??ولس سره د يوووالي څرګندونه ده۔ د رېډیو پاکستان ترمخه ددې ورځې لمانځلو مقصد نړيواله ورورولي ددې څخه خبرول دي چې د مقبوضه كشمير اولس او پاكستاني اولس زړونه يو بل سره سم درځيږي۔ په دې مهال پاكستان او آزاد كشمير كښې عامه رخصتي ده۔ سهار لس بجې به كشميري ??ولس سره خواخوږي څرګندولو له د يوې دقيقي خاموشي اختيارولې شي۔ پاکستان كشمير سره په تړونكو كوهاله او منګلا پلونو به د لاسونو زنځيرونه جوړولے شي او د كشميري ??هيدانو په ياد كښې به سهار لس بجې يوې دقيقې له خاموشي اختيارولې شي۔ ددې ورځې مناسبت سره به ټول هېواد كښې ريلۍ ويستلې ٬ اولسي غونډې سيمينارونه او واكس كولې شي دغسې چې د نړۍ پام په تش لاسې كشميري ??ولس روان زور ظلم او زياتي پلو وګرځولې شي۔ په دې مهال به په كشميري ??ولس د روانو ظلمونو عكسي نندارتون هم كولې شي۔ د فرانس په ایفل ټاور به پاكستاني ??و سكھ ورورولي مظاهره كوي دغسې چې په كشميري ??ولس روان ظلم او زياتي څخه اولسي ورورولي خبر كړې شي۔ دې مظاهره كښې به د آزاد كشمير پخوانې وزيراعظم سلطان محمود چوهدري ?? خاص مېلمه په حېث ګډون كوي۔