اسلام آباد ۔ 13 دسمبر (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي چې پاكستان اي پاسپورټ جا??ي كړې۔ دې سره به په نړيواله كچه د پاكستاني پاسپورټ مقام بحال شي۔ دې څخه وړاندې په كال 2004ء كښې مشينري پاسپورټ پېل كړې شوې ؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د شورؤ په ورځ د پاسپورټ اجراﺀ پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان اي پاسپورټ جا??ي كړې۔ ا??لني پړاؤ كښې به سركاري وګړو او سفارتخانو ته اي پاسپورټ په مارچ 2018ء كښې جا??ي كولې شي۔ اګست 2018ء كښې به عامو وګړو ته د اي پاسپورټ آساني وركولې شي۔ ا?? پاسپورټ سره به د پاسپورټ د ناوړه كارولو مخنيوي وشي۔ ده ووئيل داخله وزارت د دوه درې كلونو په مهال د پاسپورټ نظام ښه كولو له بېل ګامونه پورته كړي دي په كومو كښې چې آن لائن پاسپورټ، موبائل پېمنټ او اېګزېکټو پاسپورټ شامل دے۔