نيويارك 22 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د مصروفې دورې نه پس راستون شوے دے ٬ د ملګرو ملتونو د عم??مي اسمبلۍ 72مې غونډه كښې ګډون لپاره وزيراعظم شاهد خاقان عباسي امرېكې ته تللې ٶ۔ په دې موقع وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د بېلا بېلو هېوادونو لارښودو سره ملاقاتونه كړي٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ېې د پاكستان كردار په ډاګه كړې٬ د عم??مي اسمبلۍ غونډې او د او آئي سي رابطه ډلې سره ملاقت كړے او ميډيا سره ئې مركې كړې ٬ د امریکې، برتانیې، اردن، ترکیې، نیپال، ایران او سري لنکا مش??ان?? سره په دوه اړخيزه معاملو خبرې او په بېلا بېلو فورمونو د پاكستان مقدمه په ښه ډول پیش كړې ده ۔ د ملګرو ملتونو د عم??مي اسمبلۍ غونډې په مهال وزيراعظم د بېلا بېلو هېوادونو مش??ان?? او مهمو شخصياتو كومو كښې چې د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ ٬ دوهم اولس مشر مائيك پنس ٬ د ملګرو ملتونو عم??مي سېكتر انتوينوګيټريس٬ د نيپال وزيراعظم شېر بهادر ديوبا٬ د بل اينډ ملينډ اګيټس فاؤنډېشن شر??ك چيئرمېن بل ګيټس ٬ د جنرل الېكټرك نائب صدر جان رائس٬ د سري لنكا اولس مشر ميتهري پالاسري سينا ٬د تركيه اولس مشر رجب طيب اردوان ٬ د اردن شاه عبدالله دوم شامل وو سره ملاقاتونه كړې ۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د زيارت په ورځ د ملګرو ملتونو عم??مي اسمبلۍ 193 غړو هېوادونو مش??ان?? ته ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان د ټولو نه زياتې قربانۍ وركړې ٬ د افغانستان پحقله د پاكستان دريځ د نړې په وړاندې واضع كولو سره ده ووئيل پاكستان به افغان جنګ لپاره د خپ??ې خاورې كارولو اجازه ورنه كړي۔ زیراعظم د ملګرو ملتونو عم??مي سېكتر څخه غوښتنه وكړه چې د جمو او كشمېر پحقله د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونه عم??ي كولو له په سمدستي توګه اقدامات وكړې شي ۔ ده د پاكستان اوهند ترمنېځه د اوږدې مودې شخړې سوله ايز او سپېځلې هواري لپاره د خاص نمائنده په ټاكنې زور رواړو۔ وزیراعظم د پاك امريكا بزنس كونسل لخوا په مېلمستيا كښې هم ګډون كړې۔ په دې موقع خپ??ې وېنا كښې ده امريكائي سرمايه كار د سرمايه كارۍ ښه ماحول نه خبرولو سره ووئيل پاكستان سرمايه كارۍ لپاره په زړه پورې هېواد دے۔ ډاكټر مليحه لودهي “اے پي پي” ته ووئيل وزیراعظم د خپ??ې دورې نه ډېر مطمئن دے۔ دې ووئيل دې دورې سره به د امريكې سره د پاكستان اړيكې په ټرېك راتللو له مرسته ترلاسه شي ۔ خارجه وزير خواجه محمد آصف به د امريكې سينئر چارواكو سره ملاقاتونو لپاره څو ورځې په امريكه كښې وي۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ته په مخه ښه وئيلو په مهال په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مسقتل استازې ډاكټر مليحه لودهي او سفير اعزاز احمد چوهدري هم موجود ٶ۔ وزیراعظم به وطن ته د راستنېدو نه وړاندې لندن كښې ايسارېږي او هلته به پخواني وزيراعظم محمد نواز شریف سره هم ملاقات كوي