اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې پاکستان فرانس خپل يو مهم دوست هېواد ګڼي٬ فرانس سره دوه اړخيزه اړيكو او په بېلا بېلو څانګو كښې مرستې ته وده وركول غواړو۔ وزيراعظم دا خبرې د خالې په ورځ پاكستان كښې د فرانس موده تر??ره كوٶنكې سفيرې مارټیني ډورنس سره د مخه ښې ملاقات كښې كړې۔ وزیراعظم پاكستان كښې د قيام په مهال د دواړو هېوادنو ترمېنځه دوه اړخيزه اړيكو ته دوه وركولو لپاره د سفيرې د خدماتو ستائنه وكړه۔ وزیراعظم په دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې پاکستان او فرانس د توان، سرمایه کارۍ او د دفاع په څانګو كښې يو بل سره مرسته كوي۔ ده ووئيل چې دا خبره د ډاډ وړ ده چې د پ??رلماني غړو ترمېنځه د روابطو ودې لپاره د دواړو هېوادونو په پارلمان كښې د پ??ك فرانس دوستي ګروپ جوړ دے۔موده تر??ره كوٶنكې سفيرې د وزیراعظم مننه وكړه او په پاكستان كښې د قيام په مهال ئې د حكومت لخوا د مرستې ستائنه وكړه ۔ سفيرې ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو ودې له به ھغه خپل كردار روان ساتي۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباس?? موده تر??ره كوٶنكې سفيرې لپاره په سباٶن كښې د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔