حكومت د توان څانګې په ګرځنده پور كښې كمي راوستلو له هر ممكن ګامونه پورته كوي ، د توان وزارت دې د ګرځنده قرض ختمولو له فعاله ٬ تلپاتې او د عمل وړ تګلاره وړاندې كړي٬ نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ

image

اسلام آباد۔24 جنوری(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي حكومت په ګرځنده پور كښې كمي راوستلو له ټول ممكنه ګامونه پورته كوي ، د توان وزارت دې د ګرځنده قرض ختمولو له يوه فعاله ٬ تلپاتې او د عمل وړ تګلاره وړاندې كړي۔ په ګرځنده قرضه كښې كمے راوستلو له به اړوندو ټولو ډلو له په ګډه كار كول وي۔ د شورؤ په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ په مشرۍ كښې د توان په څانګه كښې ګرځنده قرضه كمولو له د تګلارې جاج اخستو غونډه وشوه۔ په غونډه كښې نګران وفاقي وزيرانو ډاکټر شمشاد اختر، محمد علی او اړوندو چارواكو ګډون كولو۔ په دې موقع نګران وزيراعظم ووئيل د حكومت ذمه وارۍ په غاړه اغستو سره مو د معيشت بحالۍ له په ترجيحي بنيادونو ګامونه پورته كړل٬ په ګرځنده قرضه كښې كمے راوستلو له حكومت ټول ممكنه ګامونه پورته كوي۔ ده د توان وزارت ته هدايت وكړو چې د ګرځنده قرض ختمولو له يوه فعاله ٬ تلپاتې او د عمل وړ تګلاره وړاندې كړې۔ ده ووئيل په ګرځنده پور كښې كمي لپاره به فريقېن له په ګډه كار كول وي۔ ده ووئيل د برېښنا غلا مخنيوي آپرېشن سره د برېښنا په وېش د مامورو كمپنيو په وصولۍ كښې په زړه پورې ښه والے رامخې ته شوے ۔ غونډې ته د پټروليم او توان په څانګو كښې د ګرځنده قرضې په موجوده صورتحال بشپړ بريفنګ وركړے شو۔ غونډه د بېلو كمپنيو ګرځنده پور په اړه خبر كړې شوه او په دې قرضونو كښې كمي لپاره بېل وړاندېزونه وركړے شول۔ وزیرِاعظم اړوند وزارت ته د خزانې وزارت به مشاورت سره د يوې بشپړې او تلپاتې تګلارې وړاندې كولو هدايت هم وكړو

مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں