اسلام آباد۔12جنوری(اے پی پی) د اسلام آباد چېمبر آف کامرس صدر احسن بختاوری وئيلي دي د آئي اېم اېف لخوا پاكستان لپاره د 70 كروړه ډالرو جاري كولو منظوري د معاشي بحالۍ په سفر كښې پاكستان لپاره لوئې زېرے دے۔ د جمعې په ورځ په خپل بيان كښی ده ووئيل د آئي اېم اېف فنډز په منظورۍ نګران وزيراعظم او د خزانې وزير پشمول ټوله معاشي ډله په دې كاميابۍ د مباركۍ مستحق ده۔ ده ووئيل د نګران حكومت اقداماتو په نتيجه كښې پاكستان د معاشي بحالۍ په لاره روان شوے۔ د آئی اېم اېف د قسط اجرا سره به د روپۍ قدر ښه شي او سټاك ماركيټ به لا مستحكم شي۔ ده ووئيل د آئي اېم اېف پروګرام د اصلاحاتو سره پايې ته رسېدل معاشي استحكام لپاره ضروري دے۔ ده ووئيل بزنس كمېټي معاشي بهترۍ لپاره د حكومت د ټولو پرېكړو تائيد كوي۔ ده ووئيل ټاكنو څخه وروستو راتلونكے حكومت بايد د اوږدې مودې اصلاحاتي پېكج لاندې د معاشي پالېسيو تسلسل په ځاے اوساتي