د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي د ايران په كرمان ښار كښې د ترهه ګرو د بريدونو غندنه٬په ځاني زيان د غم دړد څرګندونه

image

اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي د ايران په كرمان ښار كښې د ترهه ګرو د بريدونو په سختو ټكو غندنه كولو سره وئېلي دي ترهه ګري د نړيوال امن لپاره خطر ده۔د زيارت په ورځ په خپل بيان كښې نګران وفاقي وزير د پاكستان حكومت او اولس لخوا د ايران حكومت او اولس سره د يووالي څرګندونه كړې۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ دې بزدلانه فعل چې څومره غندنه وشي لږه ده٬د پاكستان پشمول د منطقې ځينې هېوادونه د ترهه ګرۍ ښكار دي٬مونږ د ترهه ګرۍ په نتيجه كښې په رامخې ته دړد خبر يوو ۔ده ووئيل په دې سخت وخت كښې د ايران حكومت او د ايران اولس سره ولاړ يو٬زمونږ دعاګانې د ايران حكومت او اولس لپاره دي۔دغسې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير د ځپليو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه۔

مضمون کا ماخذ : Aztec خزانے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں