اسلام آباد۔13نومبر(اے پی پی)د پاك هوائي پوځ ډله په دبئی ایئر شو 2023 كښې بشپړ ګډون كوي په كوم كښې چې د دې نوې جے اېف-17 تھنډر بلاک 3 جنګي الوتكې او اعلیٰ خصوصیات لرونكې سپر مشاق الوتكې برخه اخلي۔ دا مېګا ايونټ به 13 څخه تر 17 نومبر 2023 دوام لري۔ د پاك هوائي پوځ وياند له مخې د دې ايونټ په مهال به د پاك هوائي پوځ جے اېف-17 تھنډر بلاک 3 الوتكه په لومړي ځل نړيوال ايئر شو كښې نمائش لپاره وړاندې كولې شي۔ د پاک هوائي پوځ لخوا په ځايي كچه تيار كړې شوې ددې الوتكې په دبئی ایئر شو كښې ګډون د پاك پوځ په دې الوتكه د بشپړ باور عكاسي كوي كوم چې په دفاعي صنعت كښې په خپل پښو ودرېدو پلو تللو له د پاكستان د عزم بشپړ ثبوت دے۔ په شو كښې د جےایف-17 تھنډر سره سره د پاك پوځ د سپر مشاق الوتكې نمائش هم كولې شي كوم چې غېر معمولي تربيتي صلاحيت او استعداد لري۔ د پاک هوائي پوځ په دې ايئر شو كښې ګډون نړيوالې همكارۍ ته تقويت وركولو سره سره سيمه ايز استحكام ته وده وركولو ٬ امن په ځايې كولو او د هوا بازۍ په صنعت كښې د يو ذمه وار همكار په حېث د خپل كردار ترسره كولو ښكاره ثبوت دے۔