اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د چين پاکستان په اقتصادي راهدارۍ عملدرآمد لپاره په ګډه د كار كولو د عزم پخلي كولو سره وئيلې دي دې منصوبې د پاکستان سماجي او اقتصادي منظر نامه بدله كړې ٬ زمونږ رشته د ماضي٬ حال او سباؤن ده٬ دا حقيقت يو څيز نشي بدلولے٬ د چين پاكستان دوستي په منطقه كښې د امن او استحكام سبب ده، پاکستان او چين نزدې دوستان ٬تزويراتي شراکت دار او د آئرن برادرز په حېث شريك سباٶن پلو روان دي۔ د چين دورې په مهال د چين په نوميالۍ ورځپاڼه ګلوبل ټائمز كښې خپل خاص مضمون كښې وزيراعظم ووئيل بېلټ اينډ روډ انيشي اټيو(بي آر آئي) د صدر شي جن پنګ د بصيرت او دورانديشۍ يوه مهمه منصوبه ده٬ مونږ د صدرشي جن پنګ وژن او زيرك صلاحيتونو ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ چا چې لس كاله اګاهو انسانانو لپاره د مشترك سباٶن يو كميونټي وژن وړاندې كړے۔ ده ووئيل همكارۍ او شريك انحصار لپاره د بېلټ اېنډ روډ انيشيټو د چين فلېګ شپ منصوبې په توګه پاكستان په بي آر آئي كښې شاملېدونكو هېوادونو كښې وړومبنے هېواد ٶ٬ سي پېك په پاك چين اړيكو كښې د اهم سنګ ميل حېثيت لري٬ دې د پاكستان سماجي او اقتصادي منظر نامه بدله كړې ٬ ده ووئېل جديد انفراسټركچ ئې اپ ډېډ كړے ٬ سيمه ايزې رابطې ئې زياتې كړي٬ د توان حفاظت ئې باوري كړے او د روزګار موقعې ېې راپېدا كړي۔ نګران وزيراعظم ووئيل پاكستان د سي پېك په دوېم پړاٶ عملدرآمد او بشپړتيا لپاره عزم لري٬ مونږ د چين د سي پېك په توګه د پرمختګ٬ اختراع، ذريعه معاش، ګرين اکانومي، د هر چا رسنه او د جامع راهداري د تجويز بشپړ ملاتړ كوٶ٬ دا شريك سباٶن له د نړيوالې ورورولۍ يوه مهمه ستن ده٬ ګلوبل ډويلپمنټ انيشي ايټو (جي ډي آئي)، ګلوبل سيکورټي انيشي ايټو (جي اېس آئي) او ګلوبل سولائزېشن انيشي ايټو (جي سي آئي ) د “مشترکه کميونټۍ” تصور لا ښه كړے دے۔ ده ووئيل پاکستان د جي ډي آئي ګروپ آف فرينډز هم مهم غړے دے او دې ته لا جامع شكل وركولو لپاره ئې فعاله كردار لوبولے۔ ده ووئيل د جي ډي آئي د تفاهم په يادښت ( اېم او يو) د لاسليك كونكې وړومبي هېواد په توګه پاكستان د تعليم، صحت، موسمياتي بدلون او په غربت د كمي په څانګو كښې دې مرستې څخه په وخت مستفيد كېدو لپاره چمتو دے، دغسې د تل پاتي پرمختګ هدفونه په وخت ترسره كولو كښې كردار ادا كوي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان د جي اېس آئي٬ د ملګرو ملتونو د منشور٬ د ګڼ اړخيزه اصولو او په كورنيو چارو كښې د عدم مداخلت هم ملاتړ كوي٬ مونږ د نه حل كېدونكې شخړو٬ د ترهګرۍ په سبب تر اوږدې مودې په ځپلې شوې سوئيلي آسياء كښې سيمه ايز امن باوري كولو لپاره په شريك احترام اډانه او د تعميري خبرو ملاتړ كوٶ۔ ده ووئيل جي سي آئي د صدر شي جن پنګ يو تاريخي او په وخت اقدام دے٬ كوم چې اختلاف سره مخ د تهذيبونو ترمېنځه مكالمه، امن او د تفاهم ذريعه جوړېدے شي۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان د خارجه پاليسۍ مقاصد تل كورنې او بهرنې امن پاتې دے٬ شخړې، معاشي کساد بازاري، غذائي عدم تحفظ، سماجي عدم مساوات او د موسمياتي بدلون سره مخ د يو شمېر چېلنجونو په نړۍ كښې، د پاك چين اسټريټجك پارټنرشپ ډېر زيات مهم دے٬ دا د دواړو هېوادونو اولس لپاره د وياړ او د سكون سبب دے كوم چې د منطقې دننه او بهر د امن او استحكام مهم عوامل دي۔ ده ووئيل د چين خپلې وړومبې دورې په مهال به زه نړيوالې مرستې لپاره په درېم بېلټ اېنډ روډ فورم كښې ګډون كوم٬ چين سره د پاکستان اړيكې زمونږ د خارجه پاليسۍ بنيادي ستن ده٬ د ورورولۍ په تاريخ كښې مونږ دواړه هېوادونه په هر ډول تغيرات كښې يو بل سره ولاړ پاتې يو ٬ د دواړو هېوادونو د اولس يو بل لپاره د مينې او محبت رشته په حقيت كښې د غرونو نه لوړه٬ د سمندر نه ژوره او د شاتو نه خوږه ده۔ انوار الحق کاکړ ووئيل پاك چين اړيكې د تاريخي ارتقا٬ سيمه ايز او د نړيوال پرمختګ په تناظر كښې د دې زياتېدونكې اهميت د بېن الرياستي اړيكو عظيم مثال دے٬ قوي سياسي ملاتړ٬ شريك اعتماد او د ګڼ اړخيزه عملې مرستې په بنياد په اوو لسيزو محيط ځانګړې رشته په قوي تزويراتي شراکت دارۍ كښې وده كوي۔ ده ووئيل مونږ د پاكستان خپلواكۍ٬ سيمه ايزې سالمتيا٬ د اقتصادي سلامتيا مرسته او د جمو و كشمير په معامله په اصولي ملاتړ د چين مننه كوٶ٬ مونږ د ون چائنا پاليسۍ او د تائيوان، هانګ کانګ، تبت، سنکيانګ او بحيره جنوبي چين پشمول په بنيادي مسئلو د چين ملاتړ لپاره د خپل عزم پخلے كوٶ۔ ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې پاکستان او چين د نزدې دوست، تزويراتي شراکت دارۍ او آئرن برادر په حيث شريك سباٶن پلو روان دي۔ ده ووئيل زه باور لرم چې پاك چين دوستي به راتلونكي وخت كښې لا قوي شي او په راتلونكو كلونو كښې به دا ورورولي٬ شراكتداري او دوستي لا زياته شي۔