اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي ځوانانو ته د جديد ټېكنالوجۍ هنر وركولو په ضرورت زور رواړولو سره وئيلي دي چې د پاکستان معاشي پرمختګ د انفارميشن ټېکنالوجۍ پرمختګ سره تړلے دے٬ پاکستان د نړۍ دوېم لوے فري لانس ماركيټ جوړ شوې٬ مالياتي لېن دېن ښه كولو سره د هېواد معيشت لا وده موندلې شي او د دې په نتيجه كښې د هېواد جي ډي پي د 2 نه تر 23 فيصده زياتېدې شي٬ ځوانان د آئي ټي تعليم او تکنيکي پوهې پلو راغب كولو سره سره دوئي ته مصنوعي ذهانت وركول پكار دي۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې د هواوے آئي سي ټي د كال 23-2022 مقابلو اختتامي دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ په دستوره كښې د آئي ټي لنډمهاله وفاقي وزير ډاکټر عمر سېف، د هواوے د مډل ايسټ ريجن صدر وانګ شون لي، سفيرانو، تعليمي پوهانو او د آئي ټي څانګې سره تړون لرونكو شخصياتو ګډون وكړو۔ صدر ووئيل پوهنتونونو له د ګرېجوېټس تربيې او دوي د ماركيټ د ضرورت له مخې تيارلولو لپاره د خپل كمېپسز د كار استعداد زياتولو لپاره د تربيې كېمپونو اهتمام كول پكار دي۔ ده په پوهنتونونو زور رواړو چې زده كوٶنكو لپاره دوه كلن انډرګرېجوېټ اېسوسي اېټ ډګري پروګرام پېل كړي ځكه چې ګرده نړۍ كښې زياته شوې ټېكنالوجي د ډګرو نه بلكې د پوهې طلب لري۔ د آئي ټي څانګه د وخت اهم تقاضا جوړه شوې ده٬ د نړۍ مقابلې لپاره به په سمدستي توګه فيصله سازۍ ته ضرورت دے٬ سياست مدار او بېوروكريسي به د آئي ټي جديد تقاضو سره همكارا كول وي۔ صدر ډاکټر عارف علوي په هېواد كښې د انفارميشن ټيکنالوجي (آئي ټي) صنعت پرمختګ او د ځوانانو تربيت يافته جوړولو په ضرورت زور رواړولو سره ووئيل چې پاكستان كښې د آئي ټي کمپني هواوے د انفارميشن ټيکنالوجي په وده كښې اهم كردار لوبوي۔ ده په دستوره كښې ګډون اعزاز ګرځولو سره ووئيل چې د پاكستان ډلې د هواوے په مقابلو كښې كاميابۍ ترلاسه كړې دي په كومه چې دوي د مباركۍ مستحق دي۔ ده ووئيل هواوے په پاکستان كښې ګلوبل سروس سنټر جوړ كړې كوم چې يو اهم اقدام دے۔ صدر په دې خبره زور رواړو چې د عصري تقاضو له مخې دې د ټېكنالوجي تعليم سره ځوانان هنر مند جوړولو لپاره اقدامات وكړې شي۔ په دې موقع دستورې ته د پبلك افيئرز اينډ کميونيکيشن هواوے ټيکنالوجيز مډل ايسټ اينډ سينټرل ايشيا صدر وانګ شون لي هم وېنا وكړه۔ د دې نه وړاندې صدر مملکت دستوره كښې د هواوے په مقابلو كښې په ځانګړې كاركردګۍ د پاكستان زده كوونكو ته شېلډز وركړل