اسلام آباد 04 اګست(اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د جمعې په ورځ د نېشنل ايرسپيس سائنس اينډ ټېكنالوجي پارك(اېن اے اېس ټي پي)پرانسته وكړه كوم چې د حكومت٬نړيوالې كمپنۍ او نجي څانګې په اشتراك جوړ كړې شوې دې۔ د پرانستې دستورې ته وينا كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف د دې پروژې په پېل د پاك فضائيه مشرتابه ستائنه وكړه۔ ۔اېن اے اېس ټي پي چيف ايګزېكټو افسر ايئر كموډور ډاكټر لياقت الله خپل بريفنګ كښې ګډون كونكو ته ووئيل چې پاك فضائيه د ايروسپيس ټېكنالوجۍ په مېدان كښې ګڼ شمېر كاميابۍ ترلاسه كړی دي۔ده ووئيل چې ادارې د نوي نسل د كار استعداد زياتولو لپاره ريسرچ اينډ ډوېلپمنټ سينټر جوړ كړې۔دا د قومي او تزويراتي اهميت منصوبه ده او ايكو سسټم سره به ګڼ شمېر ګټې هم ترلاسه شي۔ ده ووئيل چې ريكارډ وخت كښې بشپړېدونكې دا پروژه به ايروسپيس ټېكنالوجۍ كښې د هېواد خود انحصارۍ لپاره سنګ ميل ثابت شي۔ده ووئيل چې پاك فضائيه د خود انحصارۍ ترلاسه كولو لپاره د قائداعظم محمد علي جناح په وژن عمل كړې۔ده ووئيل چې په پروژه كښې درې كېمپس شامل وو چې پكښې ټولو نه وړومبې د نجي څانګې كمپنۍ وه٬دوهم سائبر٬مصنوعي ذهانت او په آئي ټي كمپنو مشتمل وه٬ او درېم هوائي الوتكه٬خلائي٬سينسر او ايكسپو سينټر لپاره وه۔ډاكټر لياقت الله ووئيل چې اېن اے اېس ټي پي ټولې برخې خاص زون ګرځولې۔ ده ووئيل چې ايئر چيف وړاندې نه د ښار او د پوهنتون په كچه د آسانيو رامخې ته كولو لپاره د دوهم پړاؤ پیل كولو هدايت كړې وو٬نېشنل ايرو سپيس سائنس اينډ ټېكنالوجي پارك(اېن اے اېس ټي پي) يوه لازمي پروژه ده۔ ده ووئيل اېن اے اېس ټي پي د هېواد د وړومبي صف اداره ده كومه چې د پاكستان حكومت د صنعت٬ تعليمي ادارو او حكومت لخوا د ګډې كار موقعو رامخې ته كولو او د دې په ټېكنالوجي اېكو سسټم بدلولو كښې د پاك فضائيه په مشرۍ كښې د سټرېټجك قومي اهميت منصوبې په توګه منظور كړې ده۔