خارجه وزير بلاول بھټو زرداری خارجه وزارت كښې چینج مینجمنټ اقدام ترمخه ډیجیټائزډ سسټم پيل كړو

image

اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) خارجه وزیر بلاول بھټو زرداری په خارجه وزارت كښې چینج مینجمنټ اقدام ترمخه ډیجیټائزډ سسټم پيل كړې۔ خارجه وزير د نهي په ورځ ډیجیټائزډ سسټم پيل كولو او سولرائزیشن پروګرام د بنياد تيګه كېښودلو دستوري په موقع خطاب کښې ووئيل د خارجه وزير په حيث دا زما دا منشور ؤ چې خارجه وزارت ښه كړې شي او په دې لړ كښې بهر هېواد كښې پاکستانی مشنز او خارجه دفتر ترمينځه ښه رابطه جوړه كړې شي۔ده ووئيل خارجه وزارت كښې په مجموعی توګه 51 منصوبو كار شوې،خارجه وزارت كښې 19 منصوبې بشپړيدونكې دي دغسې په 25 کار روان دې۔ بلاول بھټو زرداری ووئيل فارن سروس اکیډمی، ای میلنګ، پبلک ډپلومیسی او کونسلر سروسز پشمول زياتو منصوبو كښې ښه والې راغلې، ډیجیټیلائزیشن منصوبې ترمخه بيل انتظامی څانګو كښې ښه والې راغلې دغسې ایچ آر، فنانس پشمول ای میل سسټم ډیجیټیلائز شوې دې۔ ده ووئيل موسمیاتی بدلون په تناظر كښې خارجه وزارت كښې شمسی توان څخه ګټه ترلاسه كولو پريكړه شوي، شمسی توان په منصوبه د چین مننه كوو۔خارجه وزیر بلاول بھټو زرداری ووئيل خارجه وزارت نوې ویب سائټ هم ډویلپ شوې دې،غواړو چې يو داسې پلیټ فارم وي كوم ته چې د وګړو رسنه آسانه وي۔ده ووئيل پاکستان د نړۍ سره اړيكو ښه كولو له ګامونه پورته كړي، ایف اے ټی اے ګرے لسټ څخه د وخت څخه وړاندې وېستلو كښې بريالي شوې يو۔خارجه وزير ووئيل افغانستان ته وئيلي شوې چې ترهه ګرو له خپله خاوره كارولو له ورنه كړي، افغانستان مسئلې مونږ ته معلومي دي، د مسئلو حل لپاره د افغانستان سره هر ډول مرستي له چمتو يو۔ده ووئيل روس۔ یوکرین جنګ له امله نړۍ د غير معمولی حالاتو سره مخ شوي۔

مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں