د صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د يوم پاکستان په موقع د قوم په نامه پيغام

image

اسلام آباد 23 مارچ (اے پي پي) صدر مملکت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې نن به مونږ له پاکستان په معاشي توګه قوي او سوكاله هېواد جوړولو او د هېواد جوړونك د بصيرت له مخي جمهوري اقدار ، د قانون حکمرانۍ او د اسلامي طرز ِژوند په ځائې ساتلو عهد كول وي۔ سوئيلي اسياﺀ كښې كوټلي امن لپاره د جمو او کشمير شخړه د سلامتي کونسل اړوندو قراردانو له مخې حل كول بنيادي حيثيت لري، قوم دې د کورونا په اړه په ټولو احتياطي تدابيرونو عمل وكړي دغسې چې د کورونا په درېمه چپه قابو وموندلې شي۔ د يوم پاکستان، 23 مارچ 2021ء په موقع د قوم په نامه خپل پيغام كښې صدر مملکت ووئيل د يوم ِپاکستان په موقع مونږ بايد د پاكستان بنياد اېښودونكو ته پيرزوئنې وړندې كوو د كومو د خذماتو او قربانيو په وجه چې برصغير كښې مسلمانانو لپاره جلا هېواد جوړيدل ممكن شو۔ نن مونږ پاکستان په معاشي توګه قوي او سوكاله هېواد جوړولو له د لوظ پخلې كوو۔ ده ووئيل په دې تاريخي ورځ مونږ پاکستان كښې مېشته اقليتونو لپاره د انسانيت دوست، كوټلي او روادارو هلو ځلو له عزم وكړو۔ صدر مملکت ووئيل په دې ورځ بايد مونږ خپل كشميريان وروڼه خوېندې ياد كړو كوم چې د هند امنيتي ځواكونو د 7 لسيزو نه محاصره كړي دي۔ مونږ د كشميريانو د خپلواكۍ منصفانه هلو ځلو كښې د هغوي حمايت روان ساتلو عهد کوؤ۔ په غير قانوني توګه مقبوضه جمو او کشمير كښې د هند د اړخه د بشري حقونو خلاف ورزو بايد نړۍ نوټس واخلي۔ سوئيلي اسياﺀ كښې كوټلي امن لپاره د جمو او کشمير شخړه د سلامتي کونسل قراردادونو له مخي حل کول بنيادي حيثيت لري۔ صدر عارف علوي ووئيل نن مونږ د خپلو اتلانو او په خاص توګه د صحت څانګې سره تعلق لرونكي كارمندان او نور اړوندو ادارو ته هم سلام كوو كومو چې كورونا خپريدو مخنيوي كښې مهم كردلار ترسره كړې او په دې سخت وخت كښې ئې د وګړو درملني له مهم كردار ترسره كړي۔ مونږ د صحت څانګي پروفيشنلز هڅو ته سلام كوو كومو چې په دې سخت وخت كښې د قوم خذمت کړې۔ده ووئيل وګړو ته خواست كوو چې د کورونا په اړه په ټولو اړوندو احتياطي تدبيرونه عمل وكړي ٬ دغسې چې د کورونا په دريمه چپه قابو وموندلې شي

مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں