د بحري چارو وفاقي وزير علي حيدر زيدي سره د ازبکستان حکومت پلاوي وليدل

image

اسلام آباد 17مارچ (اے پي پي) د بحري چارو وفاقي وزير علي حيدر زيدي سره د ازبکستان حکومت پلاوي ليدلي دي۔ د شورو په ورځ د ازبکستان ريلوے ډپټي چيئرمېن اکمل کملوف په مشرۍ كښې د ازبکستان پلاوي د بحري چارو وفاقي وزير علي زيدي سره اسلام آباد كښې د هغه په دفتر كښې ليدلي دي۔په دې موقع د بحري چارو وزارت سيکرټري رضوان احمد هم موجود ؤ۔ د ملاقات په مهال پلاوي وفاقي وزير کراچۍ او ګوادر بندرځايونو دورې په اړه خبر كړو او دواړو ډلو د مستقبل رابطو لپاره شريك وركنګ ګورپ جوړولو ته هم اتفاق وكړو

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا حساب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں