اسلام آباد۔15مارچ (اے پی پی) د مذهبي چارو وزارت حج 2021 لپاره چمتوالے نيولے او د سعودي حج وزارت لخوا پرېكړې ته په طمعه يو ۔ د مذهبي چارو وزارت ذريعو اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل د تېر كال په ډول د روان كال په مهال هم د سعودي حج وزارت ته سترګی په لاره يؤ۔ تر دې دمه د حج په حقله په كومه هم كچه د مذهبي چارو وزارت سره تماس نيولے شوے نه دے۔ د مذهبي چارو وزارت بېنكونو او ایئرلائنز سره انتظامي چارې ترسره كړي او كه د حج په حقله د سعودي حكومت لخوا كوم ځواب راغلو نو انتظامات ته به حتمي شكل وركړے شي۔ هغه ووئيل حج له د تلونكو وېکسینېشن لپاره هم مونږ اېن آئی اېچ او ډرېپ ته خطونه استولي دغسې چې د تللو په صورت دوي ته د كورونا وېکسین باوري كړے شي