د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د متحده عرب امارات خپل همڅنګ شېخ عبد الله بن زائد النهيان سره ملاقات

image

نیویارک ۔ 25 ستمبر (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 74 مې غونډې په مهال د متحده عرب امارات خپل همڅنګ شېخ عبد الله بن زائد النهيان سره ملاقات كړې۔ د ملاقات په مهال د مقبوضه جموں وكشمير او منطقه كښې دامن وضعې په شمول په مهمو سيمه ايزو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستانې اولس د زړه نه د يو اے اي اولس سره او په خاص توګه شېخ زېد بن سلطان النهيان سره خصوصي مينه لري۔ ده ووئيل د هندوستان لخوا مقبوضه جموں وكشمير كښې پورته كړې شوي ګامونه نه يوازې د ملګرو ملتونو د قراردادونو منافي دي بلكې د نړيوال قانون په ضد هم دي۔ ده ووئيل په آسام كښې هندوستان د 20 لكه بنګالي مسلمانان رجسټرېشن ناڅاپي ختمولو سره دوئي خپل هېواد كښې در په در كړې دي۔ هند د تېرو 50 ورځو څخه مقبوضه جموں وكشمير كښې بدترينه كرفيو لګولې ده۔ ده ووئيل مقبوضه جموں و کشمیر كښې د روانو هندي ظلمونو په ضد ټولې نړۍ څخه غږ پورته كېږي تردې چې د كانګرېس غړي هم د هند د بربريت په ضد غږ پورته كوي۔ د مقبوضه جموں و کشمیر 80 لکھ مسلمانان، نړيوالې ورورولۍ او په خاص توګه اسلامي نړۍ ته ګوري۔ ملاقات كښې دواړه خارجه وزيران د منطقې امن او استحكام له په ګډه د هڅو روانو ساتلو ته سلا شول۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں