د پاك بحريه جهاز پي اېن اېس عالمګير د اوماني بندر صلاله دوره وكړه

image

اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) د پاك بحريه جهاز پي اېن اېس عالمګير د اوماني بندر صلاله دوره وكړه چرته ئې چې تود هركلې وكړې شو۔ دا جهاز په بحيره عرب كښې د ريجنل مېري ټائم سېكورټي پټرول په لړ كښې په ځائ دے۔ د پاك بحريه وياند بيان له مخې صلاله بندر ته په رسېدو د پي اېن اېس عالمګير تود هركلې وكړے شو۔ د جهاز كمانډنګ آفيسر په دې موقع چارواكو سره ملاقاتونه وكړل۔ د دورې په پاې كښې د پي اېن اېس عالمګير او د اوماني بحريه د جهاز ترمېنځه شريك مشقونه هم وشول۔ د پاك بحريه وياند له مخې پي اېن اېس عالمګير د دورې ترسره كولو نه پس په بحيره عرب كښې بېرته پېټرول پېل كړے۔

مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں