فېډرل ګورنمنټ اېمپلائز هاؤسنګ فاؤنډېشن په سېكټر جي 14 كښې الاټيانو ته د 680 پلاټونو قبضه وركړه۔ مالكانو ته به 400 پلاټونه ډېر زر وركړې شي

image

اسلام آباد ۔ 8 فروری (اے پی پی) فېډرل ګورنمنټ اېمپلائز هاؤسنګ فاؤنډېشن كال 2017ﺀ څخه تر دې دمه په سېكټر جي 14 كښې الاټيانو ته د 680 پلاټونو قبضه وركړې او مالكانو ته به 400 پلاټونه ډېر زر وركړې شي۔ په سېكټر كښې 60 فيصده پرمختيائي كار بشپړ شوې دې او د برق تارونه هم اسلام آباد الېكټرك سپلائي كمپنۍ غزولې دي۔ د فېډرل ګورنمنټ اېمپلائز هاؤسنګ فاؤنډېشن ذريعو لمخې په مجموعی توګه سېکټر جی 14 كښې منصوبه بندي د 5,486 پلاټونه شوې وه۔ دا خبره دې ياده وي چې الاټيان د پلاټونو قبضې له د تېرې يوې لسيزې څخه د زياتې مودې تېرېدو باوجود تر نن ورځې انتظار كوي او د فېډرل ګورنمنټ ائمپلائز هاؤسنګ فاؤنډېشن لخوا دوئي ته پرله پسې تسلۍ او نوې تاريخونه وركولې شي۔

مضمون کا ماخذ : میگا سینا پریمیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں