د اولنۍ مېرمنې بېګم ثمينه علوي د پاكستا بېت المال دوره ٬ سيمنار كښې ګډون ٬ معذورو وګړو كښې د وېل چيئر او د مالي مرستې چېكونو وېش

image

کراچۍ۔ 26 جنوری (اے پی پی) اولنې مېرمنې بېګم ثمينه علوي د خالي په ورځ د پاكستان بېت المال دوره وكړه او دغلته ئې سيمينار كښې ګډون وكړو۔ د پاكستان بېت المال اېم ډي عون عباس بپي اولنۍ مېرمن بېت المال او معذوره وګړو ته د پېښو مسئلو په اړه خبر كړه۔ اولنۍ مېرمنې دستوره كښې ګډون كوؤنكو ته خطاب هم وكړو۔ دې ووئيل د ادارې نظام په غوره ډول روان دے۔ دې ووئيل ماته په دې افسوس دے چې پاكستان كښې معذوره وګړو لپاره آسانۍ كمې دي۔ دې ووئيل په بهر هېوادونو كښې معذوره وګړو ته وركړې شوې آسانۍ ليدلو سره خوشحالي كېږي۔ دې د معذوره وګړو ترمينځه ويل چيئر او مالي مرستې له چېكونه تقسيم كړل۔ دې په دې مهال د بېت المال د هاسټل او كلاسونو هم دوره وكړه۔ د هاسټل كوچنيانو پوځي پرېډ او د كراټې پروګرام وړاندې كړو۔ دې د كوچنيانو كاركردګي و ستائله۔ دې څخه وروستو دا د هاسټل مس ته لاړه چرته چې دې كوچنينانو سره كښناستو سره ډوډۍ وخوړله۔

مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2
متعلقہ مضامین
مزید خبریں