قبائلی ضلعو كښې د ټاكنو او ووټرز رجسټرېشن مرکزونه جوړ شوو

image

پېښور 21 جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخواہ اسمبلۍ حلقو 100 نه تر 115 كښې كيدونكو ټول ټاكنو ترمخه قبائلی ضلعو او اېف آرز كښې د ټاكنو لپاره د ووټ اندراج او منتقل كولو لپاره مرکزونه جوړ كړې شوې ۔ د الیکشن کمېشن وياند له مخې پھ دې مركزونو كښې به وګړي د 10 جنوری 2019 ء نه تر 29 جنوری خپل ووټ په خپل شناختی کارډ درج كولې شي۔ دا خبره دې ياده وي قامی،صوبائی یا بلدیاتی الیکشن ټاكنو تر شیډول جاری كيدو به رائے وركونكې په دې حلقه خپل ووټ درج يا منتقل کولې شي، د الیکشن شیډول په جاری كيدو به د دې حلقې انتخابی فهرستونه منجمد کولې شي۔ وياند ووئيل الیکشنز ایکټ 2017 ء سیکشن 27 له مخې داسې ووټ وركونكې د كومو ووټ چې په شناختی کارډ د درج مستقل یا عارضی پتې نه علاوه په نورو پته درج وؤ هغوي له تر 31 دسمبر 2018 ء اسانۍ وركړې شوې وي چې خپل ووټ په شناختی کارډ درج پته منتقل کړي، داسې ووټ وركونكې كومو چی د دې اسانيو ترمخه خپل ووټ منتقل كړې نه دې د هغوي ووټ به د ياد شوې قانون په رڼا كښې غیر موثر وي۔ د دې صورتحال ترمخه د آئین شق(219اے) او الیکشنز ایکټ 2017 ء سیکشن 36 كښې وركړې شوي اختیاراتو تر مخه الیکشن کمیشن آف پاکستان د انتخابی فهرستونو نظر ثانی کولو احکامات جاری کړې دغسې چې د ووټ بنیادی حق تحفظ باورې كړې شي

مضمون کا ماخذ : پاور بال جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں