اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن اولني بركلے لاﺀ كنفرنس ته خطاب

image
APP42-30 ISLAMABAD: November 30 - Federal Minister for Information and Broadcasting Chaudhry Fawad Hussain addressing Law Conference at a local hotel. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 30 نومبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي د كوم هم كامياب جمهوري نظام لپاره د قانون سرلوړي مهمه وي٬د هېواد د ادارو په استحكام باور لرو٬د ادارې په توګه طاقتوره او آزاده عدليه ضروري ده۔ده د جمعې پھ ورځ په ځايې هوټل كښې اولني بركلے لاﺀ كنفرنس ته خطاب كولو۔وفاقي وزير ووئيل د ججانو تعينولو او د دوي برخاست كولو تګلاره ډېره مشكله ده۔ده ووئيل كله چې مونږ د حقائق تر مخه معاملات نه حل كوو٬عدالتونه خپل كار كوي۔ده ووئيل د سپريم كورټ په ډول هائي كورټس٬ ضلعي عدالتونه او سول كورټس هم مضبوطولو ته اړتيا ده۔سپريم كورټ او لاﺀ كمېشن له به په دې اړه سوچ كول وي۔ده ووئيل طاقتوره عدليه ضروري ده او په دې لړ كښې به حكومت او عدليې له په ګډه كار كول وي۔ده ووئيل د سول عدالتونو بيا جوړول هم د وخت مهمه تقاضا ده تر كومې چې د سول عدالتونو او ذيلي عدالتونو بنيادي اډانه ټينګه نه وي نو مسائل به هم دغسې روان وي۔وفاقې وزير ووئيل عمر له بادشاهت د لوے څښتن دې خلق ځي او راځي٬زمونږ مقصد نظام بهتر كول او فعاله جوړول دي

مضمون کا ماخذ : گولڈ رش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں