د سرکاری سکیم ترمخه په مجموعی توګه 66314 حج درخواستونه ترلاسه شوي ۔ د مذهبي چارو وزرات

image

اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وزارت وئيلي دي د سرکاري سکیم ترمخه په مجموعی توګه 66314 حج درخواستونه ترلاسه شوي۔د مذهبي چارو وزرات شميري له مخې تر 20 دسمبر ریګولر حج سکیم ترمخه 63 زره 262 او د سپانسر شپ سکیم ترمخه 3052 درخواست كوونكو خپل درخواستونه د قامی بینکونو مجاز برانچز كښې او د بهر هېوادونو څخه د ترسیلات زر د لارې جمع کړې دي۔دا خبره دې ياده وي چې ریګولر سکیم ترمخه د حج درخواستونو جمع کولو آخري نيټه 22 دسمبر ده دغسې د سپانسر شپ سکیم ترمخه تر اوسه 3 زره څخه زيات درخواستونه ترلاسه شوي۔د مذهبي چارو نګران وزیر انیق احمد يوه مركه كښې اشاره وركړې چې ریګولر سکیم نيټه كښې به پراختيا نه شي كولې دغسې سپانسر شپ سکیم ترمخه د درخواستونو ترلاسه كولو نيټه كښې په پراختيا كولو غور كيدے شي۔ده بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته وئيلي دي چې خپل حج درخواستونه د زر مبادلې د لارې جمع کولو سره يو پلو مذهبی فریضه ترسره كول دي او بل پلو دا قامی خدمت هم دے۔

مضمون کا ماخذ : como jogar lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں