د چين صدر شي جن پنګ د كال 2021م د ماحولياتو د نړيوالې ورځې په كامياب كوربتوب پاكستاني حكومت او اولس ته مباركي وركړه، د ماحولياتو څانګې پرمختګ لپاره په ګډه د كار كولو د عزم څرګندونه

image

اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) د چين صدر شي جن پنګ د كال 2021م د ماحولياتو د نړيوالې ورځې په كامياب كوربتوب پاكستاني حكومت او اولس ته مباركي وركولو سره د ماحولياتو څانګې پرمختګ لپاره په ګډه د كار كولو د عزم څرګندونه كړې. د خالي په ورځ د ماحولياتو د نړيوالې ورځې په دستوره كښې په پاكستان كښې د چين سفير د صدر شي جن پنګ پېغام ولوستلو. په دې موقع وزيراعظم عمران خان، وزيران، د پارلمان غړي، غېر ملكي سفارتكار، د ماحولياتو پوهان او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو. چينائي صدر د ماحولياتو د نړيوالې ورځې په پاكستان كښې په كاميابه توګه د لمانځنې او د كال 2021م نه تر كال 2030م د ايكو سسټم بحالې لپاره د ملګرو ملتونو د لسيزې ستائنه وكړه. ده ووئيل چې د تهذيبونو خوشحالې لپاره قدري ماحول سره د پائيدار تعلق جوړولو ضرورت دے. په دې لړ كښې به نړيوالې ټولنې ته د ذمه وارې كردار ترسره كول وي. د چين صدر د چين لخوا د ماحولياتو تحفظ او ودې لپاره شوي اقدامات په ډاګه كړل. ده د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې پھ پاكستان كښې د كلين او ګرين تحريك ستائنه وكړه او د ماحولياتو څانګې پرمختګ لپاره ئې پاكستان سره په ګډه د كار كولو عزم څرګند كړو. چينائي صدر ووئيل چې انسانيت او قدرتي ماحول لپاره د ملګرو ملتونو د فرېم ورك له مخې به هڅې روانې ساتلې شي.

مضمون کا ماخذ : لاہور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں