د وزيراعظم د موسمياتي بدلون خاص مرستيال ملك امين اسلم نجي ټي وي چينل سره خبرې

image

اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) د وزيراعظم د موسمياتي بدلون خاص مرستيال ملك امين اسلم وئېلي دي د ډېر انتظار نه پس به اليكټرك موټرے د كال 2021م تر آخر د اليكټرك وهيكل(اي وي)پالېسۍ پاكستان كښې لانچ كړې شي۔د زيارت په ورځ نجي ټي وي چينل سره پھ خبرو كښې ده ووئيل د اي وي په نتيجه كښې به په هېواد كښې د روزګار موقعې راپېدا شي او په آلودګۍ كښې به كمے راشي۔د معيشت په بهترۍ كښې به د اي وي مهم كردار وي۔ده ووئيل پاكستان د خپل ګرين پاكستان كمپائن له مخې د كاربن اخراج كمولو لپاره د وړاندې نه اليكټرك موټرسائيكلې او ركشې معرفي كړي۔هيله ده چې د اليكټرك موټرو٬موټرسائيكلو او د ركشو استعمال به زيات شي۔ده ووئيل پاكستان د اب و هوا چېلنجونو مخ نيوي لپاره اقدامات كوي۔په دې لړ كښې د لس ارب اونو نالولو او د پلاسټك بيګز بندېز او د 15 نوو نېشنل پاركس جوړولو پشمول ګڼ شمېر اقدامات شوي۔ده ووئيل حكومت به ډېر زر د نېشنل پاركس سروس اعلان وكړي٬دې پروژې سره به هېواد كښې ماحولياتي سېلګري وده وكړي او د روزګار نوې موقعې به راپېدا شي

مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں