اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) د آذربائيجان سپيكرې غفارووف وئيلي دي اي سي او سيمه ايزې مرستې او روابطو ته ودې لپاره د چهترۍ كار كوي٬ د نړۍ د غربت او نورو چېلنجونو مخنيوي لپاره سيمه ايزه مرستې او روابطو ته پراختيا وركولو ته اړتيا ده۔۔ د نهې په ورځ د اي سي او د پارلماني اسمبلۍ دوهم كانفرنس ته خپله وېنا كښې اغلې غفارووف ووئيل آذربائيجان عمر له اي سي او ته اهميت وركړے۔ دې ووئيل د آرمينيا قبضې څخه بېرته اخستې شوو سيمو كښې د بيا رغونې او بحالۍ كار روان دے. دې ووئيل سيمه ايز وحدت او پارلماني سفارتكاري او پارلماني رابطو سره سره د ځوانانو او سوداګرو پلاويو تګ راتګ د اهميت وړ دے۔