اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان لخوا راتلونكې اونې د سعودي دوره به د دوه اړخيزه اړيكو مستحكمولو له مرستياله ثابت شي، وزيراعظم په سعودي كښې د پاكستان سفارت په ضد د راغلو ګيلو نوټس اغستے دے او د سفارت 6 كارمندان ئې بېرته راغوښتې او په ضد ئې پلټې پېل شوي، په ټوله نړۍ كښې د پاكستان سفارتخانو لپاره خبردارے دے چې دوي دې د سمندر پورې پاكستانيانو خدمت او اسانۍ باوري كړي، ګڼي د دوي په ضد به هم داسې كارروائي كولې شي، د پاكستان وسله وال پوځ او امنيتي ځواكونو وړاندې هم د مولانا فضل الرحمان دوستانو ته ماتې وركړې او اوس به هم د پاكستان دفاع لپاره امنيتي ځواكونه د اولس په ملاتړ او تائيد د اوسپنې ديوال ثابت شي. ده دا خبرې د زيارت په ورځ د سندھ ګورنر عمران اسمعاعيل سره د ملاقات نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې وكړې. وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل د سندھ ګورنر لخوا د اطلاعات او خپرونو وزارت په دوره كولو مننه كوو. ده ووئيل د سندھ اولس د ټولو ستونزو حل پي ټي آئي ګڼي. ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرې حكومت د نوي پاكستان لوظ ترسره كولو لپاره هڅې كوو . ده ووئيل سمندر پورې پاكستانيان د وزيراعظم عمران خان زړه ته ډېر نزدې دي. وزيراعظم په سعودي كښې د سفارت په ضد په راغلو ګيلو سخت نوټس اغستے. د سعودي سفير د كوم چې د ملازمت موده ترسره شوې د هغه پشمول 7 سفارتي اهلكار ئې بېرته راغوښتې او د دوي په ضد ئې پلټنې پېل كړي. ده ووئيل چسفارت خانې كه د بهر مېشته پاكستانيانو خدمت نه شي كولې نو د دوي په سفارت خانو كښې د پاتي كېدو كوم ضرورت نشته. وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل د مولانا فضل الرحمان دا خبره چې مونږ يوه مياشت هم جنګ نه شو كولې، دا د هغه غلط فهمي ده، د طالبانو په حقله به هم ده وئيل چې اسلام آباد ته رارسېدلي دي. د پاكستان پوهه امنيتي ځواكونو خو د مولانا فضل الرحمان د دوستانو هم مقابله كړې او دوي ته ئې ماتې وركړې او اوس به هم د پاكستان دفاع لپاره امنيتي ځواكونه د اولس په ملاتړ او تائيد د اوسپنې ديوال ثابت شي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د اېن سي او سي لخوا په 20 ضلعو كښې د لاك ډاٶڼ نوټېفيكېشن جعلي دے. د دې ترديد هم شوے. وفاقي وزير ووئيل په دې وخت كښې په هېواد كښې د كورونا وائرس شرح 11.50 فيصد ده كه دا شرح 14 يا 15 فيصد ته رسي نو بيا د لاك ډاٶن نه علاوه كومه بله چاره نشته