اسلام آباد۔29اپریل (اے پی پی):وزیراعظم عمران خان د ناموس رسالت تحفظ او د اسلامو فوبیا په اړه په غږ پورته كولو د الجزیرہ ټي وي په اونيز پروګرام “سباق الاخبار” (د خبرونو مقابله) كښې د اونۍ تر ټولو خوښ شخصيت ګرځولے شوے۔سباق الاخبار په الجزیرہ ټي وي د عربۍ ژبې مؤثر او د يو ساعت اونيز نيغ په نيغه پروګرام دے كوم چې په عرب هېوادونو كښې ډېر خوښېږي ۔ په دې پروګرام كښې چینل په اونۍ كښې درې يا څلور غټ خبرونه خوښوي او د هغې نه پس د كتونكو نه رائے اخلي چې كومه نیوز سټوري او دغسې اړوند شخصیت د دوي په خيال كښې غوره دي۔ په دې پروګرام كښې د خبرونو سره سره د مېلمنو سره مركه هم كولې شي ، د الجزیرہ كتونكو څخه په 24 اپریل 2021 سباق الاخبار پروګرام كښې د څلورو ڼړيوالو شخصیاتو لپاره رائې غوښتلې شوې وې چې پكښې د الجزیرہ کتونكو د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ناموس رسالت تحفظ له په نړيواله توګه په غږ بورته كولو تر ټولو خوښ شخصيت وګرځولو ۔ د كوم نورو لارښودو لپاره چې كتونكو رائې وركړي په هغې كښې شام كښې د حزب اختلاف مشر میشیل کیلو چا چې تر نيمې پیړۍ د حزب اختلاف د مشر کردار تر سره كړے ، د چاډ صدر ادریس دیبي چا چې تر دريو لسيزو حکومت كړے او د باغیانو سره په نښته كښې وژلے شوے او دغسې د کیوبا صدر راول کاسترو چا چې تر 6 لسيزو حکومت کړے شامل دي۔ د پاکستان وزیراعظم عمران خان له د اسلاموفوبیا مسئلې حل کولو په هلو ځلو 56 فیصده كتونكو ووټ وركړے ،د چاډ صدر ادریس دیبي له 33 فیصد او د شام د حزب اختلاف مشر میشیل کیلو له 8 فیصده كسانو وټونه وركړي۔دغسې د کیوبا صدر راول کاسترو له 3 فیصده ووټونه وركړې شوي ۔د ووټونو تر مخه وزیراعظم عمران خان تر ټولو خوښ شخصیت ګرځولے شوے۔ پروګرام كښې كوربه د پاکستان وزیراعظم عمران خان په سیاسي ژوند رڼا اچولو كښې وئېلې دي عمران خان د کرکټ په دنيا كښې د كارنامې كولو نه پس د سیاست په میدان كښې هم خپل صلاحیتونه ښودلي او د ناموس رسالت تحفظ لپاره د يو نړيوال غږ په توګه رامخې ته شوے او د مغرب حکومتونو نه ئې غوښتنه كړې چې څوك هم د نبی کریم ۖ په ناموس كښې د ګستاخۍ مرتکب شو هغه له سزا وركړئ ۔ د الجزیرہ ټي وي اینکر د پروګرام په ابتدائي برخه كښې د وزیراعظم عمران خان په کارنامو رڼا اچولې او بيا ئې تبصرې لپاره د ځان سره د نجي ټي وي اینکر شوکت پراچه هم په پروګرام كښې شامل كړے ۔ دغسې د پروګرام ویډیو فوټیج د الجزیرہ په ویب پاڼه https://www.aljazeera.net/ اچولے شوے۔