اسلام آباد 28 اپريل (اے پي پي) د جمو او کشمير د خپلواكۍ حق تحريك د سيوري د لاندې د ويډيو لنك څخه نړيوال پارليماني کنفرنس وشو۔د کشميرميډيا سروس له مخي د پارليماني کنفرنس خاص ميلمه وفاقي وزير سيد فخر امام ؤ دغسې د کنفرنس صدارت د جمو او کشمير د خپلواكۍ حق نړيوال تحريك چيئرمېن راجه نجابت حسين كولو۔کنفرنس كښې د برتانيې پارلماني غړو، د قامي اسمبلۍ غړو ، سينيټرز ، سفارتکارو ، نړيوال مندوبين ، حريت کنفرنس او د بشري حقونو لارښودو ګډون وكړو۔سيد فخر امام کنفرنس ته ووئيل هند كښې د کورونا وائرس سخت صورتحال باوجود مقبوضه جمو او کشمير كښې رياستي ترهه ګري او د بشري حقونو خلاف ورزۍ رواني دي۔ ده ووئيل د کشميريانو د خپلواكۍ حق په اړه ټول پاکستانے قام يو موټے دے۔ده ووئيل مودي د 5 اګست اقدام سره د آزادۍ لپاره د کشميريانو غږ ته د زيان رسولو هڅه كړې خو کشميريانو ثابت کړې چې د هغوي جذبه څوك هم كمولې نشي۔ لندن كښې د پاکستان هائي کمشنر معظم احمد خان ،سينېټر ډاکټر زرقا تيمور ، سينېټر طلحه محمود ، د برتانيې څخه د آل پارټيز کشمير پارليمنټري ګروپ چيئرپرسن او پارلماني غړي ډيبي ابراھم ، د برتانيې شيډو وزير بيرسټر ياسمين قريشي ، شيډو وزير ناز شاه ، د شيډو دفاع وزير خالد محمود، شريك چيئر کنزرويټو فرينډز آف کشمير جيمز ډيلي، کنوينر ليبر فرينډز آف کشمير لارډ واجد خان نه علاوه حريت رهنما سيد فيض نقشبندي ، مقبوضه کشمير څخه د انټرنېشنل فورم فار جسټس اينډ هيومن رائټس چيئرمېن محمد احسن اونتو ، صدر يوتھ پارليمنټ پاکستان عبيدالرحمن قريشي ، د خپلواكۍ حق تحريك د برتانيې چيئرپرسن کونسلر ياسمين ډار، د خپلواكۍ حق تحريك يوتھ چيئرمېن ذيشان عارف، د خپلواكۍ حق تحريك نارتھ آف انګلينډ څخه نغمانه کنول شيخ ،لندن څخه خديجه کياني ،د بشري حقونو غړي سعديه خان او نورو هم په کنفرنس كښې ګډون كولو۔ د کنفرنس مقررينو ووئيل مقبوضه جمو او کشمير كښې د هندي عسكرو د اړخه روان ظلم او بربريت د ملګرو ملتونو او نړيوالي ورورولۍ لپاره يو آزمائشي کيس دے۔ده ووئيل کشمير كښې بشري حقونه په بشپړه ډول معطل دي ۔دوي په ملګرو ملتونو او نړيوالو ادارو زور راوړو چې د كشمير شخړه د ملګرو ملتونو اړوندو قراردادونو او کشميريانو د خواهشاتو له مخي حل كولو او مقبوضه سيمه كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو مخنيوي له كردار ترسره كړي