د كورونا وبا خطرناك صورت اختيار كړے، د واكسين لګولو په اړه به غلط فهمۍ لرې كول وي. د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن ډاكټر قبله اياز خبري كانفرنس ته وېنا

image

اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن ډاكټر قبله اياز وئيلي دي د كورونا وبا خطرناك صورت اختيار كړے، د واكسين لګولو په اړه به غلط فهمۍ لرې كول وي، اولس دې په اېس او پيز عمل وكړي، تراوېخ مسنون عمل دے، په كور كښې ادا كېدے شي. ده دا خبرې د ګل په ورځ خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. ډاكټر قبله اياز ووئيل ټول انسانيت سخت صورتحال سره مخ دے. ټول قام علماﺀ كرامو او منبر او محراب ته ګوري. تېر كال هم دې طبقې د كورونا احتياطي تدابير په اړه فعاله د مشرې كردار ترسره كړے ؤ، په اوسنيو حالاتو كښې هم د وړاندې په شان د مشرې كردار ترسره كولو ضرورت دے. ده ووئيل ځينې خلق په سوشل مېډيا د واكسينو په اړه غلط فهمۍ خپروي. د داسې غلط فهمو د مخ نيوي ضرورت دے. ده ټولو وګړو ته خواست وكړو چې هغوي دې د كورونا په اېس او پيز عمل وكړي. ده ووئيل د اسلامي اعتقاد له مخې هره وبا د الله تعالٰی د طرف نه راځي او د هغه په حكم ختمېږي. د دې علاج يا د دې نه بچ كېدو لپاره مكمل احتياطي تدابير د شريعت خلاف نه دي بلكې عېن د شريعت تقاضا ده. په احتياطي تدابير كښې دا شامل دي چې په كومه سيمه كښې د وبا زيات رنځوران وي يا چې چرته وبا راغلې وي، هغه سيمې ته د تللو څخه ډډه وكړې او د هغه ځاے خلق دې نورو سيمو ته د تللو څخه ډډه وكړي. ځپلي كسان دې نورو خلقو سره د ليدلو كتلو نه ډډه وكړي. ده ووئيل د زيارت عمر كسان او دغسې د ټوخي ٬تبې ځپلي خلق دې په كورونو كښې مونځ ادا كړي.ده ووئېل د وبا په ورځو كښې دې ماشومان جوماتونو نه ځي او علماﺀ كرام دې مونځ مختصر اوساتي. ټول مونځ كوونكې دې سنت په كورونو كښې ادا كړي او په صفونو كښې دې فاصله وساتي. يوازې په سلام اكتفا وكړې ځكه چې په اسلام كښې د سلام حكم دے او د علاج معالجې او احتياطي تدابير سره رجوع الی الله او توبه استغفار هم د علاج يو نوعيت دے. بايد ټول قام په دې عمل وكړي. ده ووئيل تراويح مسنون عمل دے، په كورونو كښې ادا كېدې ش. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل مونږ “د كور سړے د كور امام” تصور وركړے ؤ، زمونږ تجويز دا دے چې تراويح مسنون عمل دے، په كورونو كښې ادا كېدے شي

مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں