اسلام آباد 19 اپریل (اے پي پي) د سائنس او ټیکنالوجي وفاقی وزیر شبلي فراز وئيلي دي تيرو حکومتونو د هېواد ميرټ تباه كړے ۔د ګل په ورځ نجي ټي وي سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل پیپلز بارټۍ او مسلم لیګ (ن) دواړه ګوندونو به آخری دورونو كښې د ميرټ نه غير وګړي په بيلو ادارو كښې بهرتي كړي، مسلم لیګ (ن) د ځيني كسانو ذمه واري لګولي وه چې د اولسي ښېګړي منصوبو د لاري د غلا شوي دولت حفاظت وكړي۔ده ووئيل وزیراعظم عمران خان وژن لري چې قامی ادارو كښې ښه والے راوستلے شي كومي لپاره چې په کابینه كښې بدلون راوستلے شوے ۔ ده ووئيل د وزیراعظم د قانون سرلوړۍ او د ميرټ باوري كولو له د كابيني ټول غړي ښه ګورننس لپاره كار كوي۔ده ووئيل وزیراعظم ”روشن پاکستان” غواړي، د وزيرانو كاركردګي ښه كولو له په وزارتونو كښې بدلون لازم دے