د جون څخه به د احساس پروګرام له مخې درې كروړه كورنيو ته نيغ په نيغه سبسډي وركوو٬كروندګرو ته به په سره سبسډي وركولې شي۔د وزيراعظم عمران خان”څوك چې اوږې اوده نه شي”د موبائل لنګر پرانستې دستورې په موقع وېنا

image
APP77-100321 ISLAMABAD: March 10 - Prime Minister Imran Khan addressing at the launch of “Koi Bhooka na Soye” initiative. APP

اسلام آباد 10 مارچ(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان “څوك چې اوږې اوده نه شي”د موبائل لنګر پرانسته كړی٬په ابتدائي توګه دې پروګرام لپاره پینډۍ او اسلام آباد ماډل ښار ګرځولې شوي ۔وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د جون څخه به د احساس پروګرام له مخې درې كروړه كورنيو ته نيغ په نيغه سبسډي وركوو٬كروندګرو ته به په سره نيغ په نيغه سبسډي وركولې شي۔وزيراعظم عمران خان د شورو په ورځ د احساس پروګرام له مخې د دې پروګرام پرانسته وكړه۔په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر ثانيه نشتر او د پاكستان بېت المال چيئرمېن عون عباس وزيراعظم ته د پروګرام په اړه بريفنګ وركړو۔وزيراعظم په خپله وېنا كښې ووئيل د احساس پروګرام ډاكټر ثانيه نشتر او د سېكرټري پشمول ټولې ډلې ته مباركي وركوم۔دې سره سره د بېت المال ډله هم د مباركۍ حقداره ده٬دا پناه ځايونو په ليدلو خوشحاله شوم كوم خواري كښ چې د خپلو كورونيو لپاره خواري كوي٬دوي به خپله پيسه بچ كړي او كورنيو ته به ئې ولېږي۔هغه مزدوران كوم چې تر ټولو سخت ژوند تېروي٬دوي لپاره د پناه ځايونه يوه پناه ده٬دلته دوي ته په عزت سره معياري ډوډۍ او استوګنه وركولې شي۔ده عملې ته دهدايت وكړو چې داسې خلقو سره ښه چلن باوري كړئ ٬پرله پسې نګراني دې وكړی شي۔ده ووئيل په ابتدا كښې چې كله د پناه ځايونه جوړ شول نو هلته معيار لاندې راغلے ؤ خو اوس خوشحاله يم چې دا معيار بهتر شوے٬دلته كار كوونكي په محنت سره خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔ده ووئيل د پاكستان په تاريخ كښې مونږ دوه لويې كارونه كړي يو په پنجاب٬خېبرپښتونخوا٬ګلګت بلتستان كښې چرته چې زمونږ حكومت دے د روغتيا كارډونه ټولو لپاره وركړے شوي چې پرې په هر يو روغتون كښې تر لس لكه روپو وړيا علاج كېږي۔وزيراعظم ووئيل د جون د مياشتې نه د احساس يو داسې پروګرام پیل كوو چې د ګرانۍ په دور كښې به درې كروړه كورنيو ته نيغ په نيغه سبسډي وركوو٬د دوي اكاؤنټونو ته به نيغ په نيغه پيسې لېږو چې دغسې دوي د وړو٬غوړو او د خوراك او څښاك د نورو څيزونو په ګرانېدو رېليف ترلاسه كړے شي٬دې سره سره كروندګرو ته به په سره نيغ په نيغه سبسډي وركولې شي۔د جون څخه به د سبسډۍ يو انقلابي نظام راشي٬په دې 70 فيصده كار ترسره شوے ٬وزيراعظم په دې موقع د موبائل ټرك جاج واخست او مستحقو كسانو ته يې ډوډۍ هم وركړھ۔وزيراعظم هدايت وكړو چې د سكينګ په مهال دې كوم غريب د ډوډۍ نه محروم ونه ساتلے شي

مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں