اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي په موجوده دور كښې د ډيجيټل مېډيا اهميت رامخې ته كولو سره وئېلي دي سماجي مسئلو حل كولو٬خصوصي وګړي قامي هلو ځلو كښې شاملولو٬مېرمنې خپلواكه كولو او اخلاقيات ته وده وركولو له به په ګډه كار كول وي۔حكومت د غوره ستراتېژۍ له مخې عام اولس د كورونا وباﺀ نه ساتلو او هغوي ته معاشي تحفظ وركولو له ګامونه پورته كړي ۔په ګرانۍ او بې روزګارۍ قابو موندلو له د روانو هڅو ميوې به ډېرې زر اولس ته رسېدل پېل شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ ايوان صدر كښې د ډيجيټل مېډيا انفلوئنسرز سره ملاقات كښې وكړه۔صدر ووئيل په موجوده دور كښې د ډيجيټل مېډيا اهميت زيات شوے ۔دا د رائے عامه جوړولو لويه ذرريعه ده۔ده ووئيل د ډيجيټل مېډيا نوې اړخونه هم رامخې ته شوي۔د دې نه د نړۍ لويې شمېر خلق ګټه پورته كوي خو بل اړخ ته د دې په كارولو اعتراضات هم كولې شي او د دې د لارې بې بنسټه خبرونه خپرولې شي۔ده ووئيل د مېډيا طاقت او ذمه وار كردار كښې توازن پرمختګ لپاره ډېر مهم دے۔ده ووئيل د پاكستان په ډول هېوادونه وسائل كم لري ځكه د روغتيا په څانګه كښې د درملنو نه وړاندې به احتياط او پرهيز كول وي دغسې چې د صحت مندې ټولنې جوړېدو مقصد ترلاسه كړے شي۔ده ووئيل د برېسټ كينسر په حقله د شعور بېدارولو كمپائن د دغې هڅو برخه ده۔ده ووئيل د احتياطي تدبيرونو او د فوري تشخيص د لارې د كينسر په ډول لويې رنځ نه خلاصے ممكن دے۔صدر ووئيل د كورونا نه د بچ كېدو ويكسين لګولو ډاډګيرنې په اړه هم خلقو كښې د شعور پېدا كولو ضرورت دے۔ده ووئيل د خصوصي وګړو خېرښېګړې او هغوي په قامي هلو ځلو كښې شاملولو له ګامونه پورته كولې شي۔په دې لړ كښې اولسي شعور بېدارولو له سوشل مېډيا فعاله كردار ترسره كولې شي۔صدر ووئيل مېرمنې خپلواكه كول او هغوي ته وراثت كښې حقونه وركولو ته حكومت پام لرنه كوي ٬زمونږ دين مونږ ته د مېرمنو د احترام او د هغوي د ټولو حقونو ادا كولو درس راكوي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې صدر ووئيل په لرې پرتو او وروستو پاتې سيمو كښې د روغتيا آسانيو نشت والي د لاسه د مېرمنو د درملنې او د پوري طبي مشورې حاجت ته پام لرنې سره دې د ټېلي هېلت انتظام وكړے شي۔ده ووئيل دا داسې څانګې دي كومو ته پام ګرځولو له چې ډيجيټل مېډيا انفلو ئنسرز خپل كردار ترسره كولې شي۔د صدارتي آرډيننس اجرا په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د كار كولو يوه قانوني لار ده كه اپوزېشن پارليمنټ كښې د كوم قانون په منظورۍ كښې خنډان رامخې ته كړي نو ضروري كارونه د تعطل ښكار كېدو نه بچ كولو له آرډيننس يوه قانوني لار ده۔په دې موقع صدر د انتخابي اصلاحاتو او د ووټ د سپيځلتيا اهميت هم په ډاګه كړو۔صدر ووئيل موجوده حكومت د نړۍ په هر فورم د كشمير مسئله او په كشميري اولس د هند ظلمونه په ډاګه كړي ۔هغه ووئيل د مېډيا فعاله كردار په حقله بايد مثبت بحث روان پاتې شي دغسې چې د مسئلو په زړه پورې ډول ادراك كولو سره د هغې تل پاتې حل پلو مخ په وړاندې تګ باوري كړے شي