پاكستان رېلوېز د سېلګرۍ په وده كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ محمد صادق سنجراني

image
APP07-210221 ISLAMABAD: February 21 – Federal Minister for Railways Muhammad Azam Khan Swati and Chairman Senate Muhammad Sadiq Sanjrani addressing during inauguration ceremony of Safari Tourist Train at Golra Railway Station. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد۔21فروری (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي پاكستان رېلوے د سېلګرۍ په څانګه كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ ټورسټ سفاري ټرېڼ په دې لړ كښې يو مهم ګام دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د رېلوے وفاقي وزير سېنېټر اعظم سواتي سره په ګولړه رېلوے سټېشن د سفاري ټرېن پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ټورسټ سفاري ټرېن به د جمعې ٬ خالي او اتوار په ورځ سېلګري د ګولړہ سټېشن نه حسن ابدال, اټک خورد ٬ اټک سټی او نورو د سېل ځايونو ته وړي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل ټورسټ سفاري ټرېن د حكومت لخوا د ځائي سېلګرۍ ودې له يو مهم ګام دے۔ د رېلوے وزير اعظم سواتي ووئيل تاریخی ګولړہ رېلوے سټېشن څخه به ټرېن په پخواني روټ چلېږي چې ورسره به د پاكستان كلتوري او تاريخې ورثې ليدلو موقع ترلاسه شي۔ هغه ووئيل دا ټرېن به د هېواد نورو برخو ته هم وړلې شي۔ هغه ووئيل سباؤن كښې به د ادارې او هېواد په ګټه نور ګامونه پورته كولې شي۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن ٬ د هغه د پلاوي غړو او د رېلوے وفاقي وزير د ميوزيم دوره هم وكړه۔ اعظم سواتي دستورې ته خطاب كښې ووئيل زما ترجيحي ايجنډا د رېلوېز نه بدعنواني لرې كول دي۔

مضمون کا ماخذ : resultados loteria Bahia
متعلقہ مضامین
مزید خبریں