اسلام آباد۔20فروری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي د سېنېټر مشاهد الله خان په حق رسېدو سره پېدا شوې خلا به كله ډكه نه شي۔ د خالي په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د سېنېتر مشاهد الله خان په مړينه د سېنېټ تعزيتي سېشن كښې د خيالاتو څرګندونې په مهال هغه ووئيل د ملګري په حق رسېدو راته ډېر خفګان شوے۔ دا ايوان د يوې كورنۍ په شان دے او په خاص توګه داسې غړې كوم چې ايوان كښې فعال او متحرك پاتے شوي وي د هغه كمي خو ډېر محسوسېږي۔ هغه ووئيل ارواښاد ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو له ډېر څه وئيلې كېدې شي۔ د هغه شعر وشاعرۍ سره ډېر شوق وو۔ هغه ووئيل مرګ حق دے۔ هغه ووئيل په ژوند كښې چې مونږ كوم ښه كارونه كوؤ او كوم زمونږ اخلاق دي هغه به زمونږ پېژندګلو وي۔ هغه ووئيل مونږ د ارواښاد مشاهد الله خان كورنۍ او ملګرو سره د خواخوږۍ څرګندونه كوؤ۔ وفاقي وزير دعا وكړه چې لوئے څښتن دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي