اسلام آباد 08 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي په مچھ كښې رامخې ته شوې پېښه يو سازش دے،هند په بشپړه ډول په پاكستان كښې د اړي ګړي راپېدا كولو هڅې كوي،زمونږ استخباراتي ادارو د ترهه ګرۍ څلور لوئې منصوبې شنډې كړي،هزاره كمیونټی سره د نائن الیون نه پس زيات ظلم شوے ، هزاره كمیونټۍ دې د مچھ پېښې حق رسيدلې خاورو ته وسپاري په هغه ورځ به د هغوي خوا له كئټې ته لاړ شم،د مچھ پېښې ځپليو ټولې غوښتنې منلې شوي،د مړو شوو خاورو ته سپارل د ووزیراعظم د تګ سره مشروط كول مناسب نه دي ،دغسې كرپشن كونكې ډله هم بلیك میلنګ كوي۔ده د جمعې په ورځ د انفارمېشن ټیكنالوجي زونز اتھارټی جوړولو نه پس دستورې ته وينا كوله۔وزیر اعظم ووئيل نائن الیون نه پس پاكستان كښې د تر ټولو زيات ظلم هزاره كمیونټۍ سره شوے ،هغوي د ترهه ګرۍ ښكار شوي،زه چې په ماضي كښې كله هم د هغوي خوا له ورغلے يم نو هغوي د يرې په حالات كښې وو ۔مچھ كښې د هزاره كمیونټۍ 11 كسان په نښه كړې شوي دا د هغه سازش برخه ده كوم چې تير كال مارچ كښې كابينې ته وړاندې شوے ؤ او د دغې نه پس په اولسي كچه هم د دې ذكر شوے ۔ده ووئېل هند بشپړه هڅې كوي چې پاكستان كښې انتشار ےلپیدا شي،هغوي په پاكستان كښې د شیعه،سنی علماﺀ كرامو د وژلو سره مذهبی كركه خپروي،زمونږه ادارو د اسلام آباد پشمول هېواد كښې د ترهه ګرۍ څلورو لويو بريدونو سازشونه ناكامه كړې،كراچۍ كښې يو نامتو سنی عالم دین په نښه كړے شوے ٬ دغې نه پس مونږ په ډيره ګرانه په ستونزو فاقو موندلے۔وزیراعظم ووئيل مچھ پېښه كښې د وژلے شوو كسانو د كورنيو ټولې غوښتنې منلې شوي،د دغې پېښې نه سمدستي پس د كورنيو چارو وزير او بيا دوه نور وزيران كوئټې ته ليږلې شوي،هغوي له باور وركړے شوے چې معاوضه به وركولې شي او د هغوي به خيال ساتلے شي۔ ده ووئېل د مړو خاورو ته سپارل د وزیراعظم ورتګ سره مشروط كول مناسب نه دي،كه د هغوي دا غوښتنه ومنلې شي نو سبا به د كرپشن كونكې ډلې پشمول هر يو بلیك میلنګ كوي، د غلو ډله د دوه نيمو كلونو څخه این آر او لپاره بلیك میلنګ كوي۔ده ووئيل د دړديدلو كورنيو د دړد څخه خبر يو هغوي دې نن خپل مړي خاورو ته وسپاري ٬ زه به د هغوي خوا له لاړ شم۔ وزيراعظم د انفارمېشن ټیكنالوجی زونز اتھارټی په جوړولو عامر هاشمی او امېن الحق ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل بايد دا اقدام وړاندې څخه شوے ؤ،ټوله نړۍ كښې د آئی ټي په څانګه كښې انقلاب رغلے، د كووېډ ۔19 په مهال تر ټولو زياه ګټه د آئی ټی كمپنیو كړې،مونږ د آئی ټی څانګې ته د پېښو مسائلو حل له د خنډانو لرې كولو په اړه نېشل ډیفینس يونيورسټۍ ( این ډی یو) كښې سیمینار كړے۔وزیراعظم ووئيل د اتھارټی جوړولو مقصد د آئی ټی څانګې له هر ډول اسانۍ وركول دي دغسې چې دا سيكټر پرمختګ وكړي۔ده ووئيل دې څانګې ته پام لرنه كولو سره به برآمدات زيات شي، د زرمبادله پانګې به زياتې شي، د روپۍ قدر به مستحكم شي۔ د زرمبادلې پانګې د كمي په وجه مونږ آئی اېم اېف له ځو۔ده ووئيل هيله لرو چې اتھارټی جوړولو سره په دې څانګه كښې پرمختګ اوشي