د كوټلو هلو ځلو د لارې د تهېلسيميا مخ نيوې باوري كېدې شي٬ حكومت د صحت آسانۍ وركولو لپاره ممكنه هڅې كوي۔ ډاکټر ظفر مرزا

image
APP34-03 ISLAMABAD: May 03 - Minister of State for National Health Services Dr Zafar Mirza addressing a press conference at PID Media Centre. APP photo by Saeed-ul-Mulk

پېنډي 19 دسمبر (اے پي پي) نېشنل هېلت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا وئيلي دي د كوټلو هلو ځلو د لارې د تهېلسيميا لاره نيول باوري كېدې شي٬ د صحت پحقله د مسئلو په تر مخه به 60 زره لېډي هېلته وركرز بهرتي كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده څوارلسم ملي تهېلسيميا کنفرنس اېنډ ورکشاپ ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل تهېلسيميا فېډريشن پاکستان په دې لړ كښې رنځورانو ته د څو كالو راهسې هر ډول ممكنه آسانۍ وركولو لپار كار كوي٬ په ځينو هېوادونو كښې په دې رنځ قابو موندلې شوې او مونږ هم داسې كولې شو۔ ده ووئيل د تهېلسيميا پريونشن کنټرول پروګرام موثره جوړول ضروري دې او د واده نه وړاندې د سكريننګ او كونسلنګ د لارې هم په دې قابو موندلې كېدې شي۔ ده ووئيل د صحت پحقله د مسئلو نر مخه به 60 زره لېډي هېلته وركرز بهرتي كولې شي چې ورسره به په لاندې كچه د صحت مسئلو لرې كولو له مرسته ترلاسه شي

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے فاتحین
متعلقہ مضامین
مزید خبریں