د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د فرانس سفير مارك بريټي سره خبرې

image
APP14-13 ISLAMABAD: December 13 – President Dr. Arif Alvi talking to Ambassador of France to Pakistan, Marc Barety, who called on him at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 13 دسمبر(اے پی پی)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي پاكستان فرانس سره معاشي مرسته زياتول غواړي٬پاكستان كښې د سرمايه كارۍ دوست پالېسو له امله د سرمايه كارۍ لويې ګنجائش شته٬د هند متنازع شهريت”بدلون”ايكټ 2019 اقليتونه او په خاص توګه مسلمانان سختې خطرې سره مخ كړې دي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ ايوان صدر كښې پاكستان كښې د فرانس سفير مارك بريټي سره خبرو كښې وكړه۔اولس مشر ووئيل كشمير كښې لاك ډاؤن دې چرته چې د كشميري اولس ټولې آزادۍ معطل دي او په دوي وحشيانه تشدد كولې او د قيد سزا وركولې شي۔ ده هيله ولرله چې فرانس به د كشميري اولس مسئلو حل كولو كښې خپل صحيح كردار ترسره كړي او په كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزو ختمولو له به په هند زور راوړي۔اول مشر ووئيل پاكستان فرانس سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او دې ته وده وركولو له هڅې كوي۔ده پھ دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې د دواړو هېوادونو د مشرتابه ترمينځه د اعلٰی كچې رابطې موجود دي كومو چې دوه اړخيزه اړيكو لا مضبوطولو كښې مهم كردار ترسره كړې دې۔ ده ووئيل فرانس كښې يو لك پاكستاني وګړي دوه اړخيزه رابطو ته وده وركولو له د پل كردار ترسره كوي۔ده دا هم ووئيل چې پاكستان د سېلګرۍ پراخا موقعې لري او فرانسيسي اولس بايد دې موقعو څخه استفاده وكړي۔د كشمير مسئلې حواله وركولو سره د فرانس سفير ووئيل فرانس ښكاره پالېسي لري چې د بشري حقونو دې په هر قيمت تحفظ وكړې شي۔ ده ووئيل ماحولياتي بدلون يو جدي نړيواله مسئله ده او په دې لړ كښې فرانس خصوصي وظيفې وړاندې كوي۔ ده ووئيل پاكستان قدرتي حسن لري او په خاص توګه د پاكستان په قطبي سيمو كښې د سېلګرۍ لويې صلاحيت موجود دې

مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں