د آسيان هېوادونو 17 كسيزه پارليماني پلاوي د پارليمنټ هاؤس دوره

image

اسلام آباد 05 نومبر (اے پي پي)د ملائېشيا د پروندګان د مجلس غړي محمد اعظمي عبدالمجيد پھ مشرۍ كښې د آسيان غړو هېوادونو 17 كسيزه پارليماني پلاوي د نهې په ورځ د پارليمنټ هاؤس دوره كړې ده ۔د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر د پلاوي هركلے وكړو۔پلاوي د ملائېشيا د پروندګان د مجلس غړي محمد اعظمي عبدالمجيد پھ مشرۍ كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر سره ملاقات وكړو چې پكښې په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو٬د كشمير مسئلې او د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔پھ دې موقع سپيكر ووئيل پاكستان آسيان هېوادونو سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔پاكستان آسيان هېوادونو سره اقتصادي او تجارتي مرستې ته د ودې وركولو خوښي لري۔پارليماني سفارتكاري د منطقې هېوادونه يو بل ته رانزدې كولو كښې مهم كردار ادا كولې شي۔ده ووئيل د كشمير مسئله پرامن حل په منطقه كښې پائيدار امن او پرمختګ لپاره ضروري دے٬په كشمير د هند غاصبانه قبضه كشميري اولس ته تسلېموي ۔ ده ووئېل كشميري اولس د تېرو 72 كلونو څخه په كشمير د هند غاصبانه قبضې په ضد هلې ځلې كوي٬موجوده حكومت كشميري اولس پیژندګلي ختمولو لپاره مذموم شازشونه كوي۔اسد قيصر ووئيل مقبوضه وادي كښې د تېرو 93 ورځو راهسې كرفيو نافذ ده او د هندي ځواكونو لخوا په مقبوضه وادي كښې د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ روانې دي٬مقبوضه وادي كښې داروګان٬خوراك او نور د ژوند سره د تړلو ضرورياتو كمي په وجه يو انساني الميه رامخې ته شوې٬آسيان هېوادونه دې د كشمير مسئلې د كشميري اولس هيلو او د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې حل لپاره خپل كردار تر سره كړي۔ ده ووئېل د پلاوي غړي دې خپلو اړوندو پارليمانونو كښې په كشمير كښې د بشري حقونو خلاف وزرې رامخې ته كړي۔محمد اعظمي عبدالمجيد په دې موقع ووئيل په منطقه كښې امن راوستلو او پرمختګ لپاره د پاكستان كردار د ستائنې وړ دے٬د كشمير مسئله يوه نړيواله مسئله ده د دې پرامن حل د منطقې پرمختګ او خوشحالۍ لپاره ضروري دے۔ دغسې د آسيان غړو د ملګرو ملتونو قراردادونو او د كشميري اولس هيلو له مخې په سمدستي توګه د شخړې د هواري ملاتړ وكړو ۔د پلاوې غړو سپيكر ته د كشمير صورتحال پخپلو پارليمانونو كښې د رامخې ته كولو باور وركړو

مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں