نوې پاكستان د آئين او قانون د حكمرانۍ نوم دے ٬ قانون د خپل ځان تابع كوٶنكي په وړومبي ځل قانون سره مخ دي۔ د فردوس عاشق اعوان ټويټ

image

اسلام آباد 05 جولائي (اے پي پي) د وزیراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي نوې پاكستان د آئين او قانون د حكمرانۍ نوم دے ٬ قانون د خپل ځان تابع كوٶنكي په وړومبي ځل آزاد قانون سره مخ دي٬ دې لپاره چغي سورې خو به اورېدلې شي۔ د جمعې په ورځ خپل ټويټ كښې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د مسلم لیګ (ن) قیادت چې كله د فسطائي ذهنیت خبره كوي نو د ماډل ټاٶن په پېښه كښې په قتل كړې شوو بې ګناه وګړو ګولۍ ورول رايادېږي۔ دې ووئيل په مېرمنو او ضعیف كسانو ناروا تشدد فسطائي رويه وه٬ د سياست ګلو بټ اوس په كومه خله لېكچر وركوي

مضمون کا ماخذ : اٹلانٹس کا بادشاہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں