اسلام آباد 20 مئی (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي چې په پاكستان كښې د عدم استحكام پیدا كونكو اصل مقصد ووټ له عزت وركول نه بلكې كرپشن له عزت وركول دي٬هغوي دا سوچ كوي چې مونږ به خپل كرپشن له څنګه تحفظ وركړو٬مونږ له به په پاكستان كښې 70 كلونو راهيسې سټېټس كو ختمول وي٬د دې سټېټس كو په وړاندې وزيراعظم عمران خان ولاړ دې٬زمونږ د ځوانانو پشمول ټول پاكستان د وزيراعظم عمران خان سره ولاړ دې۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د ګل په ورځ مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔دې ووئيل يو پل مونږ د پاكستان قوي كو??و هڅه كوو او بل پلو ځينې نااهله سياستمدار په پاكستان كښې عدم استحكام پیدا كوي٬تېره ورځ دغسې نااهله سياستمدار د روژې مباركې پھ مياشت كښې د لويې څښتن رضا ??رل??سه كولو په ځاې د وزيراعظم عمران خان په بوغظ كښې راجمع شوي وو دغسې د عدالت څخه نااهل شوې يوې مېرمن په پارليمان كښې نن د يوې غونډې مشري كړې۔په پارليمان كښې د غونډې كولو او د عدالت څخه نااهل شوې مېرمن د غونډې مشري كولو مقصد څه وو۔مريم نواز نن يوه ??يا??يه معرفي كړی چې ووټ له عزت وركړئ٬اولس دا معلومول غواړي چې د دغه ګوند ??يا??يه څه ده٬يو تن څوك چې په لندن كښې ناست دې د هغه څه ??يا??يه ده او يوه مېرمن كومه چې د عدالت څخه نااهله شوې د هغې ??يا??يه څه ده۔د د ووټ عزت دا دې چې ټول پاكستان عمران خان وزيراعظم جوړ كړې٬ټول پاكستان د وزيراعظم عمران خان سره ولاړ دې او هغه د اولس په ووټونو متخب شوې۔دې ووئيل په پاكستان كښې د عدم استحكام پیدا كونكو اصل مقصد ووټ له عزت وركول نه بلكې كرپشن له عزت وركول دي خو د پاكستان اولس ته اوس د هغوي اصليت معلوم شوې۔د حالاتو او واقعاتو له مخې د پاكستان مسلم ليګ(ن)??يا??يے بدلېږي۔نن سبا د هغوي ??يا??يه دا ده چې مونږ دې بهر تللو ته پرېښودلې شو۔دې ووئيل پاكستان مسلم ليګ(ن)په اصل كښې په دوه ??يا??يو كښې ګير شوې په كومه چې دواړه وروڼه خپلو كښې سلا نه دي٬شهباز شريف د خپلې ??يا??يې پشمول په لندن كښې دې او نواز شريف د خپلې ??يا??يې پشمول په زندان كښې دې د هغوي اصل مسئله ووټ نه نوټ دې